
د بایډن له لوري بهرنیو چارو وزارت ته نوماند: غواړو د افغانستان جګړه ختمه او عسکر راستانه کړو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د نوي ټاکل کېدونکي ولسمشر «جوبایډن» له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند «انتوني بلینکن» وايي، د خپل ماموریت په دوره کې به یې هڅه دا وي چې د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي او امریکایي عسکر کورونو ته ور ستانه کړي.
بلینکن چې د خپل واک د تایید په غونډه کې يې سناتورانو ته وینا اوروله وویل «موږ غواړو دې ابدي جګړې ته د پای ټکې کښېږدو، غواړو خپل عسکر بیرته راوګرځوو؛ خو تر څنګ یې غواړو د ترهګرۍ د ځپلو لپاره خپله یوه اندازه واک همالته وساتو.»
بلینکن ددې تر څنګ ویلي، چې دی تر دې دمه د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون له موادو خبر نه دی او وبه ګوري چې د څه په اړه مذاکرات شوي.
د بايډن د ادارې د بهرنیو چارو د نوماند وزیر څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تمه کېږي، د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته را ټيټ شي.
دمګړۍ هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټې کچې ته رالوېدلی او یوازې ۲۵۰۰ امریکایي عسکر افغانستان کې پاتې دي.
طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو هرکلی کړی او د توافقنامې د عملي کېدو په برخه کې يې یو ښه ګام بللی.
ورته مهال کابل حکومت بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړی او د امریکا په نوي حکومت غږ کوي، چې د افغانستان په اړه د امریکا پر غوره شوې پالیسي له سره غور وکړي.
دا خو ډیر ښه زیری دی چه بهرنی ځواکونه له افغانستانه وځی او خپلواکی تر لاسه کوو خو لیکونکی لیکلی چه د روان کال دمی د میاشتی تر آخره پوری لیکن زه فکر کوم چه د می د میاشتی تر لمړی نیټی پوری به ټول بهرنی ځواکونه زمونژ ګران هیواد پریژدی ځکه دلته یی ۱۴ میاشتی پوره کیژی