افغانستانسولې اړوند خبرونه

وحید عمر: د نورو طالب بندیانو د خلاصون پلوي نه یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې طالبان له امریکايي چارواکو سره د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون په اړه غږېږي؛ په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» وایي، تر څو چې اوربند نه وي تامین شوی، د پاتې بندیانو په خلاصون خوښ نه دي.

وحید عمر چې په کابل کې يې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د پنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره د سولې په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونشو او نه هم د جګړې کچه ټيټه شوه؛ نو ځکه دده په خبره، نور بندیان باید خلاص نکړل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه «موږ د نورو طالب بندیانو د خلاصون پلوي نه یو، تر څو هغوی د اوربند د تامین لپاره ډاډمن ګامونه اخیستي نه وي. له دې پرته د طالب بندیانو خلاصون ګټه نه لري او د جګړې کچه ورسره لوړېږي.»

عمر ددې تر څنګ طالبان تورن کړي، چې د مذاکراتو د چټک  پرمختګ لپاره ګامونه نه اخلي او په مؤقف کې يې تغیر نه دی راغلی «د جمهوریت مذاکراتي ټیم تیار دی، د سولې پروسې د پرمختګ لپاره يې ګامونه اخیستي؛ مګر طالبان په هيڅ برخه کې واضح نظر نه لري، د هغوی په مؤقف کې تغیر نه دی راغلی، موږ په تمه یو چې هغوی اوسنی افغانستان درک او ومني.»

د وحید عمر له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو استازي له امریکایي چارواکو سره د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون په اړه غږېږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته باید د طالبانو پاتې بندیان له زندانونو خلاص شي؛ خو تر دې دمه په دې برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بد کوی بی عقله! الله قدیر متعال دي. ته څه شی يي، کمزوره مرداره نوکره!

نواب

بلکل دا درسره منو چه پلوی نه یاست،لکه دانس حقانی او ۵ زره نور طالبان چه په زور او جبر درباندی تحمیل شول ازاد شول دا هم همداسی دیاداشت په کتابچه کی درنوشته کره.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x