
جوبایډن او د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوبونه
دوکتور محمد عثمان تره کی
د نړیوال تړونونو په جوړښت کې د امریکا مثبت او منفي رول:
د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته امریکا د نړۍ په کچه د ځینو سازمانونو او بنسټونو د رامنځته کېدو په اړه جوړونکې ونډه درلوده:
ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، ناټو او د نړیوال تجارت سازمان د امریکا په نوښت یا هلو ځلو په فعالیت پیل وکړل، خو امریکا د ملي او امنیتي ملاحظاتو په پلمه د ګن شمیر نورو سازمانونو او کانوانسیونونو له ملاتړ نه ډډه وکړه.
د مثال په توګه امریکا د لاندې تړونونو سره مخالفت وښود:
د پرسونل ضد ماین تړون ( ۱۹۹۷م ).
د سبکې وسلې د تجارت تړون ( ۲۰۱۳ م ).
د سزا نړیوال دیوان تړون ( ۱۹۹۸).
د کمیاوي وسلې د استعمال ممنوعیت تړون ( ۱۹۷۲ ).
د هوا ککړتیا کانوانسیون ( ۱۹۹۲).
امریکا په ( ۲۰۰۲) کال د ضد بالستیک توغندیو د تړون نه خپل غړیتوب لغوه کړ.
د امریکا د دودیز سیاست سره د ټرمپ پرېکون:
د یو عمومي ارزونې په بنسټ ویلی شو چې لږ تر لږه د ۷۰ کالو په موده کې د امریکا بهرني سیاست د ځینو ثابتو قواعدو په بنسټ باندې ولاړ و چې په کې سپېنې ماڼۍ ته د جمهوری خوا او دیموکرات ګوندونو د ولسمشرانو په راتګ سره راډیکال بدلون نه و راغلی، خو د ټرمپ په حکومتولۍ کې د امریکا د دودیز بهرني سیاست استقامت بدلون وموند.
د نړیوالو مسئلو په پرتله کورنيو چارو ته پام واړول شو.
ولسمشر جارج ډبلیو بش( جمهوری خواه ۲۰۰۱ م ) د امریکا بهرني سیاست ستنې داسې اعلام کړلې:
د امریکا نظامي فوقيت او د لویدیځې نړۍ مشرتوب ساتنه
– له تروریزم سره جګړه
– د دیموکراسۍ له ارزښتونو نه دفاع
– د منځني ختیځ نه پرته د انرژي نوې سرچینې لټول.
سږ کال د مارچ په میاشت کې جوبایډن د Foreign Affaire په مجله کې یوه لیکنه خپره کړه چې وروسته د ولسمشرۍ په کمپاین کې د دیموکرات ګوند د بهرني سیاست د پلان فورم په توګه ومنل شوه.
د لیک سر خط « ولې امریکا باید د نړۍ مشرتوب بیرته تر لاسه کړي؟ » تر زیاتې اندازې پورې د دیموکرات ګوند نړیوال لیدلوري څرګندوي.
په لیکنه کې ویل کیږي چې د ټرمپ نه وروسته باید د امریکا بهرنی سیاست د ځان محوري او انزوا نه وژغورل شي.
په نړیوالو چارو کې د دیموکرات او جمهوری خواه ګوندونو تر منځ واحد دریځ:
د سولې او جګړې په برخه کې د دیموکرات او جمهوری خواه ګوندونو تر منځ د دریځ اختلاف نشته:
کله چې جوبایډن ( دیموکرات) په مشرانو جرګه ( سنا ) کې د بهرنیو چارو د کمسیون مشر و، په افغانستان کې د بش ( جمهوری خوا) د یرغل نه (۲۰۰۱ م کال ) ملاتړ وکړ.
جوبایډن په ۲۰۰۲ م کال د دواړو ګوندونو د ۷۷ کسیزه ډلې په مشرتوب کې د هغه پریکړه لیک نوښت په لاس کې واخیست چې له مخې یې امریکا د جعلي تور ( د ډله يیزې وژنې د وسلې مالکیت) په بنسټ په عراق باندې برید وکړ.
کله چې امریکا د عراق د کنټرول نه عاجزې پاتې شوې، جوبایډن په ۲۰۰۷ م کال د عراق د تجزیې د پلان په اړه د سنا موافقت ترلاسه کړ. د پلان له مخې عراق باید په درې برخو کرد، شیعه او سني وویشل شي.
کله چې جوبایډن د اوباما حکومت په دوهمه دوره کې د ولسمشر معاون و، جمهوری خواه ګوند د دیموکرات ګوند د پریکړو نه يې چې باید په لیبیا او عراق نظامي عملیات پیل شي په ننګه ولاړ و، دواړه ګوندونه د روسیې په وړاندې د سخت دریځ په نیولو متفق و.
د رايې د صندقونو پایلې هر څه چې وي په نړۍ کې هژمونسیتي سلطه د دواړو ګوندونو واحد خوب دي، خو واقعیت دا دی چې احتمالاً په آسیا کې د نوي ځواکونو خوځښت به یاد خوب له کابوس سره مخ کړي.
د امریکا په بهرني سیاست کې د جوبایډن لومړيتوبونه:
۱- د امریکا نړیوال مشرتوب راژوندي کول:
د جوبایډن له انده ولسمشر ټرمپ امریکا د خپلو شریکانو نه لرې ساتلې ده، د هیواد بهرنی سیاست کمزوری او د امریکا نړیوال مشرتوب تر پوښتنې لاندې راوستې ده. جوبایډن پدې باور دی چې امریکا پرته د متحدینو له مرستو نه په انزوا او یوازیتوب د یو ویشتمې پیړۍ له چيلنجونو سره مقابله کولی نشي.
۲- د امریکا او اروپا د امنیت ستنه یعنې ناټو ته لازیات پام:
د جوبایډن په واکمنۍ کې د ناتو غړیو هیوادونو نه به غوښتنه وشي چې د ناټو په بوديجه کې زیاتوالی راوړې.
۳- د دیموکراسۍ نړیواله غونډه:
د ولسمشرۍ په لومړي کال کې د دیموکراسۍ د تینګښت په موخه د یوه نړیواله غونډه رابلل د جوبایډن د حکومتولۍ په اجنډا کې ده.
په غونده کې دیموکراسي پلوه مشران او د مدني ټولنو به غړیو برخه ولري. داسې معلومیږي چې د دیموکراسۍ د اصولو د تینګښت اصلي موخه د دیکتاتوري نظامونو او په ځانګړې توګه د روسیې او چین په وړاندې د یوه نړیواله جبهه جوړول وي. د بشري حقونو نه د سرغړونو په وخت، جبهه د فشار د لاسوند په توګه خپل رول اداء کوي.
د افغانستان په اړه د جوبایډن دریځ:
د سړې جګړې په ختمیدو او د نړۍ د یو قطب کیدو په چاپیریال کې، امریکا د نړۍ په کچه ځان یکه تاز او ارباب ګڼلو خو د ټرمپ په راتګ سره امریکا کورنیو مسئلو ته پام واړاوه.
دمګړۍ جوبایډن ته د ټرمپ « امریکا محور» سیاست په میراث پاتې شوی ده. سره له دې چې جوبایډن د امریکا د هژمونیستي سیاست په ملاتړ مخکينۍ مهمې کارنامې لري او د افغانستان او عراق د اشغال له مهندسینو څخه و خو ګومان نه کیږي چې دې د بهرنیو او کورنیو لاملونو له مخې بیا د بش په ګامونو کې قدم کیږدي.
د افغانستان د جنجال نه د وتلو په موخه، جوبایډن پرته له دېنه چې د طالبانو او امریکا تر منځ موافقه لیک سره موافقه وکړي بله چاره نه لري.
پای
فرانسه