ورزش

سبا د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز لومړۍ سیالي سبا د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۲۱مه نېټه پېل شي.

د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا له ۱۴ میاشتو وروسته په لومړي وار نړیوالو سیالیو ته ستون شوې، په داسې حال کې چې ایرلینډ لوبډلې له دې وړاندې هم په یاده موده کې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي.

د یادو سیالیو په موخه دواړه لوبډلې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار ته رسېدلي او هلته یې له یوه بل سره تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ دوه اونۍ وړاندې د یادو سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې لوبډلمشر اصغر افغان او مرستیال لوبډلمشر راشد خان ټاکل شوی دی.

په نورو لوبغاړو کې رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب ځدران، محمد نبي، عثمان غني، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نوین الحق، سید شیرزاد او یمین احمدزی.

د درې یو ورځنیو سیریز لومړۍ لوبه به د ابو ظبي په شیخ زید لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي، دغه لوبه کې به د کرونا اصولو مراعاتولو سره سم لوبغالي کې هیڅ مینوال شتون ونه لري.

لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په لس بجې پېل شي، چې د افغانستان ملي تلویزون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو په تېرو پنځو یو ورځنیو لوبو کې درې ایرلینډ او دوه افغانستان ګټلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x