روغتیا

برتانیا: هره یوه دقیقه کې ۱۴۰ کسان واکسین کیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په برتانیا کې د کرونا واکسین د ویش وزیر ناظم الزهاوي وایي چې چارواکي په یوه دقیقه کې ۱۴۰ کسانو ته د کرونا وبا ضد واکسین ورکوي.

که څه هم اوسمهال په برتانیا کې د کرونا وبا دوهمې څپې وضعیت سخت د اندېښنې وړ ښودل شوی خو د کرونا د ویش وزیر ډاډ ورکوي چې وضعیت به په تدریجي ډول مخ پر ښه کېدو شي.

نوموړی وایي، په برتانیا کې روانه اونۍ د کرونا وبا ضد واکسینو د ورکړې لپاره ۱۷ نوي مرکزونه او د جنوري میاشتې تر پایه ۵۰ نور مرکزونه پرانېستل کیږي.

ناظم الزهاوي «سکای» شبکې سره د خبرو پرمهال وویل: «اوسمهال په اوسط ډول یوه دقیقه کې ۱۴۰ کسانو ته او په ځینو سیمو کې له دې هم چټک د کرونا واکسین ورکول کیږي چې په راتلونکې کې به دغه بهیر نور هم چټک او وضعیت ښه والي طرف ته ولاړ شي».

باید وویل شي چې په برتانیا کې په دیسمبر میاشت کې د کرونا ویروس دوهم نسل راڅرګند شو، دغه ویروس د تېر په پرتله ۷۰ سلنه چټک دی چې په برتانیا کې یې وضعیت ګواښونکی کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي دغه ویروس اوسمهال لږ تر لږه د نړۍ ۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی، دا په دې معنا چې د ویروس پېښې به له اوسني وضعیت نورې هم چټکې شي.

اوسمهال په اوسط ډول په برتانیا کې هره ورځ له ۴۰ زرو زیاتې نوې پېښې ثبتیږي او له زرو زیات کسان مړه کیږي، په تېرو څلوریشت ساعتونو کې ۱۶۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په برتانیا کې د کرونا ویروس له پېله تر اوسه ۳.۴۷ ملیونه کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او له ۹۱ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

باید وویل شي چې برتانیا د کرونا ویروس د خپراوي مخنیوي په خاطر له نورو هېوادونو سره د دوشنبې له ورځې ټولې ځمکیني او هوایي لارې تړلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x