ټولنیزه برخه

د یونان د ستر بادشاه وصیت نامه

ژباړڼ: سید روحیاب حیدري

د یونان لوی بادشاه، الکساندر د ډیرو ممالکو او حکومتونو له تسخیر وروسته خپل هیواد ته د بیرته تګ په حال کې وه. دی د لارې په اوږدو کې ناروغه شو او د څو میاشتو لپاره بستري شو. کله چې پوه شو چې مرګ یې نژدې دی نو ده له ځان سره سوچ وکړ او ویې موندله چې څومره د ده بریالیتوبونه، لوی لښکر، تیره توره او ټول ثروت یې بې فایدې او عبث وه. هغه د خپل پوځ مشران را وغوښتل او ویې ویل: ” زه ډیر ژر دا نړۍ پریږدم. مګر درې غوښتنې لرم. هیله کوم زما غوښتنې حتماً عملي کړئ. ”

د پوځ مشرانو په داسې حال کې چې یې له سترګو اوښکې بهیدلې موافقت وکړ چې د خپل پادشاه د وروستنۍ غوښتنو څخه اطاعت وکړي. الکساندر وویلي: زما لومړنۍ غوښتنه داده چې زما ډاکټران دی په یواځې ډول سره زما تابوت حمل کړي. دوهم دا چې په کومه لاره زما تابوت وړل کیږي هغه باید په طلا، نقرې او قیمتي ډبرو سره چې په خزانه کې مې ټول کړي دي و پوښل شي. او دریمه او آخري غوښتنه مې دا ده چې زما دواړه لاسونه باید له تابوت څخه د باندې زوړند وي. هغه خلک چې هلته راټول شوې وو د پادشاه له عجیبو غوښتنو څخه حیران شول. اما هیڅ یوه هم د اعتراض جر‌أت نه درلود. د الکساندر د خوښې وړ د پوځ مشر د هغه لاس ښکل کړ او په خپل زړه یې کیښود. او ویې ویل: زما پاچا، تا ته اطمینان درکوم چې ستاسو ټولې غوښتنې به اجرا شي.

مګر ماته ووایې چې ولې داسې عجیبې غوښتنې کوي؟

الکساندر د هغه د دې پوښتنې په ځواب کې یو ژوره ساه واخیسته او ویې ویل: زه غواړمه چې نړۍ له درې هغو درسونو نه خبره کړم چې ما نوې زده کړي.

زه چې غواړم چې زما طبیبان دي په یواځې ډول سره زما تابوت حمل کړي دا په دې معنا چې نړۍ پوه کړم طبیبان نشي کولای چې څوک له مرګ څخه وژغوري.

زه چې غواړم زما قبر ته تللې لار دې په سرو او سپینو زرو او قیمتي ډبرو وپوښول شي دا غواړم چې پوه شي چې یوه ذره هم له ځان سره نشم وړای. زه چې غواړم چې زما لاسونه دی له تابوت څخه د باندې زوړند و اوسي غواړم چې دوی پوه کړم چې نړۍ ته په تشو لاسونو راغلی یم او په تشو لاسونو بیرته ځم.

نوی ای ګرانه وروره او خورې هر څوک د ژوند په پای کې پښیمانه کیږي خو هغه وخت کې دا پښیماني هیڅ ارزښت نه لري او عبث بی فایدي دی .

پند واخله! اجل چې راغی څوک دی نشې ژغورلای، دنیا نه هیڅ څه هم نشي وړلای، تش لاس راغلی یې او تش لاس بیرته ځي. مګر هو! د اعمالو خیال دي ساته ځګه له دې دنیا یوازې همدا وړی شي.

سید روحیاب حیدري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x