
میلر دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه له غني سره غږېدلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان «سکاټ مېلر» په ارګ کې له اشرف غني سره لیدلي او د افغان سولې پروسې او دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
میلر روانه اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره یو ځای په دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي وو او د دوحې د توافقنامې په اهمیت، له تور لست څخه د طالبانو د ایستلو او د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه یې خبرې کړې وې.
ارګ وايي، د غني، میلر او د امریکا د سفارت د سرپرست «راس ویلسون» تر منځ په تازه لیدنه کې د افغان سولې او دوحې ته د میلر د سفر په اړه خبرې شوې دي او تر څنګ یې دواړه لوري د امریکا د نوي حکومت او کابل تر منځ د اړیکو د پراختیا په اړه هم غږېدلي.
ارګ که څه هم تر دې دمه ددې لیدنې مشخص جزئیات نه دي رسنیز کړي؛ خو په دې وروستیو کې د طالب او امریکايي چارواکو تر منځ د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه بحثونه جدي شوي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم باید د پاتې بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شي؛ خو په دې برخه کې تر دې دمه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.