نړۍ

جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د جنوري میاشتې په ۲۰مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالتونو د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د لوړې په مراسمو کې د پخواني ولسمشرانو بارک اوباما، جارج بوش او بل کلنټن په شمول د کانګرس غړو او ګڼو نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تمې خلاف ګډون ونکړ، هغه د امریکا په ۱۵۰ کلن تاریخ کې لومړی ولسمشر شو چې د لوړې په مراسمو کې یې ګډون ونه کړ.

د جوبایډن ترڅنګ کماله هاریس هم د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه، هغه لومړنۍ اسیایي-افریقایي نژاده ده چې د امریکا په تاریخ کې مرستیاله ولسمشره ټاکل کیږي.

جو بایډن د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا ولس ته په خطاب کې وویل، «دا د امریکا ورځ ده، د دیموکراسۍ او جمهوریت ورځ ده، نن موږ د یوه کاندید بریا نه لمانځو بلکې یو هدف لمانځو، د دیموکراسۍ هدف».

نوموړي زیاته کړه، «د توکمیز تبعیض پای ته رسولو خوب نور نشي ځنډیدلی، نن ورځ زما روح د ملي یووالي او توکمیز یووالي هدف سره تړلی دی، پوهیږم زموږ د ویشلو قوتونه ژور او یو واقعیت دی خو دا نوې خبره نه ده، مبارزه تلپاتې وي خو د بریا تضمین حتمي نه دی».

جو بایډن د خبرو پرمهال په دې زور وکړ چې د اختلافي ستونزو یوازینۍ حل لاره د خبرو لاره ده، ددې لپاره یو موټی کېدل تر ټولو اړین دي.

د جنوري میاشتې په ۶مه نېټه د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د ټرمپ پلویانو یرغل کړی و چې له کبله یې د جو بايډن د لوړې مراسم محدود کړل شوي وو، دغه راز د سپينې ماڼۍ شاوخوا ۲۵ زره پوځیان او ملي ګارد د خطر مخنیوي لپاره ګمارل شوي وو.

باید وویل شي چې ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپلې میرمنې سره سپينه ماڼۍ پریښوده او فلوریډا ایالت ته ولاړ، هغه په خپله وروستۍ ورځ ۷۳ کسانو ته عفوه اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

راشی وګوری زمونږه جاهلانو ته چی په موفته ډوډی باندی پراته دی د یو بل د وژلو پلانونه جوړوی. زده کړی له ګفارو چی څنګه ولسواکی چلوی او څنګه نړی په یوې ګوته ګډوی.

عبدالمالک همت

يو دوران پر هر ګوروان .
دا ارګ، سپینه ماڼۍ، کرملين او داسي نور د مسافرو د کاروانسرای حيثيت لري پرله پسې خلک څو شپې پکښي تېروي او بيرته ځني وزي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x