افغانستان

«په تېر میلادي کال کې تر دیارلس زرو زیات دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې زرګونه دولتي منسوبین، چارواکي او کامندان له دوی سره یو ځای شوي او د مختلف ډول سپکو او درنو وسلو او وسایطو د تسلیمۍ تر څنګ یې د بشپړې همکارۍ ژمنه ورسره کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او نظامي مجاهدینو په همکارۍ د کابل رژیم ۱۳۰۴۰ تنه نظامي او ملکي مامورین او عسکر اسلامي امارت ته تسلیم شوي. تسلیم شوو کسانو له خپلو ځانونو سره ۵۸۹ میله وسلې،۴۷شوبلې،۳۳رینجر،۱۴موټرسایکلان،۹د شپې دوربینان او ۱ مخابره د اسلامي امارت مجاهدینو ته سپارلي.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې له طالبانو سره یو ځای شویو دولتي منسوبینو له «اشغالګرو» او «کابل رژیم» سره پر خپل ګډ کار پښیماني ښودلې او له طالبانو سره د همکارۍ ژمنه يې کړې.

طالبانو ددې تر څنګ په ملکي او پوځي برخه کې د حکومت بوختو کارمندانو ته بلنه ورکړې چې له دوی سره یو ځای شي او « په خپل دې کور کې د اسلام او هیواد خدمت وکړي.»

حکومتي چارواکو که څه هم تر دې دمه د طالبانو د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې له  افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له دوام سره په یو وخت له حکومتي ادارو څخه د دولتي کارمندانو د تېښتې لړۍ په بې سارې ډول چټکه شوې.

هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان له حکومت سره په کړي کار پښېمانتیا ښيي او له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره طالبانو ته ورځي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د طالبانو مشر عمومي عفوه اعلان کړې او  پر خپلو مخالفینو یې غږ کړی، چې د اسلامي نظام د بیا احیاء په موخه له دوی سره ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x