
اشرف غني هرات ته ولاړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د هرات ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو په هدف نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا یاد ولایت ته رسېدلی.
د ارګ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني به د خپل سفر په مهال «د هرات ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او تاجرانو سره جلا جلا لیدنې ولري.»
جمهوررئيس غني به په دغه سفر کې د دې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او تاجرانو سره جلا جلا لیدنې ولري.
— ارگ (@ARG_AFG) January 21, 2021
له نوموړي سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال «امرالله صالح» هم ملتیا کوي.
غني هرات ته له رسېدو سره سم دیاد ولایت د هوایي ډګر چې د «خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر» په نوم نومول شوی وو؛ پرانستنه وکړه.