نظــر

جوبایډن او بهرنی سیاست یې

حمزه حسیني

د امریکا نوی منتخب ولسمشر ”جوبایډن“ چې تازه یې په ولسمشریزو انتخاباتو کې بریا اعلان شوې ده، د عمر نیمه برخه یې د امریکا په سیاست کې تېره کړې ده، جوبایډن ۱۰ کلن و چې کورنۍ یې د ښه کار موندلو په موخه د ”دلاویر“ ایالت ”کلیمانت“ ښار ته کډه شوه، نوموړي په دغه ایالت کې زده کړې پیل کړې، دلاور پوهنتون کې یې د حقوقو لیسانس تر لاسه او بیا د لوړو زده کړو لپاره نیویارک سیراکیوز پوهنتون ته ولاړ.

ویل کیږي جوبایډن په سراکیوز پوهنتون کې تر ماسټرۍ پورې زده کړې وکړې، بايډن په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د وکیل په توګه دنده پیل کړه، په ۱۹۷۰ میلادي کال کې یې د دلاور ”نیوکاسل“ ښاري غړیتوب تر لاسه کړ، په ۱۹۷۲ میلادي کال کې د دلاور ایالت د سناتور په حیث وګومارل شو او په دغه وخت کې نوموړی ۲۹ کلن تر ټولو ځوان سناتور و.

د بایډن پلار یو شتمن سړی و، خو د بایډن تر زېږېدو وروسته یې مالي حالت کمزوری شو، د بایډن په هکله ویل کیږي چې ښوونځي کې چندانې تکړه نه و او څو ځلې ناکام شوی دی، خو لوبو سره یې ډېره مینه درلوده او فوټبال کې ښه ځلېدونکی لوبغاړی و.

جوبایډن له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۰۹ میلادي کال پورې یې په سنا کې خدمت کړی، نوموړی شپږ ځلې د سناتور په توګه ټاکل شوی، جوبایډن له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د پخواني ولسمشر ”بارک اوباما“ مرستیال پاتې شوی دی.

جوبایډن درې ځلې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی، دوه ځلې له ماتې سره مخ شوی او دا دی په درېیم ځل یې  د ۷۷ کلونو په عمر کې د امریکا ۴۶ مه ولسمشري تر لاسه کړه او دی د امریکا په ټولو ولسمشرانو کې زیات عمر لرونکی ولسمشر دی چې دغه منصب ته رسیږي.

دا چې د جوبایډن د زندګي ډېره برخه په سیاست کې تېره شوې ده، نو ممکن د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او له طالبانو سره شوي تړون ته به ژمن پاتې شي.

بایډن تر ټاکنو مخکې یوې ورځپاڼې ”سټارز انډ سټراپیس“ سره په مرکه کې ویلي و، چې افغان جګړه باید پای ته ورسیږي، نوموړي تر ټاکنو وروسته هم د بهرني سیاست په اړه خبریالانو ته توضیحات ورکړي، د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې دی به د کابل له ادارې سره نظامي تعهدات کم کړي او له بین الافغاني مذاکرتو ملاتړ ته به دوام ورکړي، له همدغو خبرو یې مالومیږي چې نوموړی د افغانستان له بې پایانه جګړې څخه ښه خاطره نه لري او په دې هڅه کې دی چې څومره ژر کېدای شي دا جګړه ختمه کړي.

له همدې امله بایډن غواړي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی ”زلمی خلیلزاد“ په خپله رتبه بر قرار پرېږدي، تر څو بین الافغاني خبرو کې مرسته وکړي او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

د جوبایډن د بهرني سیاست په هکله ویل شوي، چې له ایران او پاکستان سره ښې اړیکې لري او د افغانستان لپاره یې هم سیاسي دریځ نرم دی.

زما خپل نظر دا دی چې د امریکایي ځواکونو تر اېستلو د مخه به جوبایډن د افغانستان د اقتدار واګي داسې چا ته په لاس ورکړي، چې دغه هیواد په کامله توګه اداره کړي او د نورو هیوادونو له مداخلې یې وژغوري، زما په اند به داسې خلک طالبان وي.

که څه هم افغانستان کې ځینو سوله ضد کړیو هڅې پیل کړي، تر څو د جوبایډن په راتګ سره د امریکا او طالبانو تړون متزلزل کړي، خو ګومان کوم دا ارمان به ګور ته یوسي، ځکه طالبانو دغه تړون له امریکا سره د ۲۹ هیوادونو په حضور کې لاسلیک کړی، که دغه تړون الله مه کړه مات شي، نو طالبان به بېرته د دوی پر وړاندې له سپېڅلې جهادي مبارزې څخه کار واخلي او د اشغال تر خاتمې پورې به وجنګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x