
اسراییلي ورځپاڼه: پوځي عملیات د اسراییلو اقتصادي وضعه خرابوي
نن ټکی آسیا: د اسراییلو ورځپاڼې یروشلم پوسټ لیکلي چې د روانو پوځي عملیاتو له امله به اسراییلو ته ۲ میلیارده ډالر ۴۷۰ میلیونه او ۷۳ لکه ډالرو په ارزښت تاوان رسیږي.
د ورځپاڼې په وینا روان پوځي عملیات د ۲۰۰۹ز کال عملیاتو سره مشابهت لري او هومره مصارف به پرې وشي چې په ۲۰۰۹ز کال پرې شوي وه.
ورځپاڼې د ګلوب نومې ادارې د څېړنې په اساس لیکلي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ز کلونو په څېر ددغو عملیاتو مصارفو امکان دی.
د دغو څېړنو په اساس که اسراییلي پوځ تر ۲۰ ورځو زیات خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د حماس مجاهدینو له لوري د مزایلو بریدونو روان وي، نو تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو په اندازه تاوان به اسراییل پرې کړي.
د راپور په اساس د اسراییلو د خزانې وزارت تېره اونۍ د حماس د مجاهدینو د راکټي بریدونو څخه اسراییلو ته له ۲۳ لکو څخه تر ۴۳ لکو ډالرو نقصانونو پورې شکایتونه ثبت کړي. د دوی په وینا یواځې په تېرو دوه ورځو کې یو نیم میلیون ډالرو د نقصانونو شکایتونه ثبت شوي.
ګلوب نومې ادارې په دغه څېړنه کې زیاته کړې چې د اسراییلو دفاعي پوځونه ددغو عملیاتو مصارف تخمینا له درې میلیارده اسراییلي شیکل څخه تر ۷ میلیارده شیکل پورې لګولی.
په راپور کې ویل شوي چې د پوځي عملیاتو له امله پوځي عملیاتو مصارف او نور تاوانونه څخه په صرف نظر د اسراییلو په اقتصاد خورا منفي اغېز کوي.
تر دې مهاله د اشغالګرو اسراییلو نوم نهاده خزانې وزارت تر دې مهاله د روانې جګړې په اړه رسمي مصارف نه دي اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې په غزه د اسراییلو په بمبارۍ کې تر دې مهاله تر ۱۰۰ زیات فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي. بل خوا د حماس مجاهدینو لخوا د اسراییلو په اتومي ځایونو مزایل ویشتي. تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو دغو مزایلو اسراییلو ته درانه مالي تاوانونه اړولي دي.