نړۍ

بايډن پر مسلمانانو د سفري بندیزونو پورته کولو سربېره يو شمېر مهم فرمانونه لاسليک کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲  سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د لوړې له ادا کولو وروسته په سپينې ماڼۍ کې خپلې رسمي چارې پيل کړې او د مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د سفري بندیزونو لرې کولو سربېره يې پنځلس اجرايوي فرمانونه لاسلیک کړل.

د تېر کال د نومبر میاشت په ولسمشريزو ټاکنو کې ماتې خوړونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پيله يو شمېر جنجالي فرمانونه لاسليک کړي وو او جو بايډن واک ته له رسېدو سره سم دغه فرمانونه لغوه کړل او د هغو پر خلاف يې نوي فرمانونه لاسليک کړل.

د ولسمشر په اجرايوي فرمانونو کې د مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د لګېدلو بنديزونو لرې کول، د پاریس په اقليم ساتنې تړون کې ګډون، ټولو حکومتي ودانيو ته د تګ راتګ پر مهال د ماسک لازمي کولو سربېره پنځلس فرمانونه شامل دي.

دغه اجرايوي فرمانونه د ولسمشر خپل واک دی او د تاييد لپاره يې د کانګريس ملاتړ ته اړتيا نه لري.

د لوړې له ادا کولو وروسته جو بايډن په خپلې لومړنۍ وينا کې وويل، چې په سیاست کې د تېر پنځوس کلن مزل پر مهال يې هېڅکله داسې فکر نه و کړی، چې ولسمشر د خپل واک په لومړيو ورځو کې له دومره سترو ننګونو سره مخ کيږي.

د بايډن د ټيم ځينو مشرانو څو ورځې وړاندې ويلي و، چې واک ته له رسېدو سره سم به ولسمشر بايډن د ټرمپ د واکمنۍ د وخت ځينې مهم جنجالي فرمانونه لغوه اعلان کړي او امريکايي ولس ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره به عاجل ګامونه پورته کړي.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس ليکلي، ولسمشر بايډن ويلي، د فرمانونو او لارښوونو لپاره بايد وخت ضايع نه شي او له همدې امله يې مهم فرمانونه په لومړي ګام کې لاسليک کړل.

بايډن ويلي: «کوم فرمانونه چې لاسليکوم، ځينې په کې له کرونا ويروس سره تړلي دي، موږ د چاپېرل ساتنې لپاره داسې کارونه کوو، چې پخوا نه وي شوي، همدارنګه د توکميز انډول ساتلو لپاره هڅې کوو او په هېواد کې د وروسته پاتې خلکو د راپورته کولو لپاره مو هم پلانونه جوړ کړي دي.»

د کډوالۍ اړوند جو بايډن له ميکسيکو سره پر سرحد د يوال جوړولو په اړه د ټرمپ فرمان لغوه کړ او پر مسلمانانو لګېدلي سفري بنديزونه يې هم لرې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

بایدن او د هغه فاسد او فاحش ټیم ئې په خوله یو څه وائې او په عمل کښې بل څه کوې. دوی مسلمانان او ټوله کښې بشریت ته ډیر خطرناک دې نسبت په ټرومپ. دوی عقیدوې خلک نه دې او په فواحشو تر ستونی ډک دې. ډیرو خلکو به د یو امریکائې لیکوال ٗ چې نوم ئې زه ما په یاد نه دی ٗ کتاب لوستی نه وې. هغه د خپل کتاب کښې ٗ دوی ٗ د کلنتن کورنی ٗ د بوش کورنې او په ټوله کښې دموکراتان او جمهوری پال ٗ ئې تورن کړې ٗ چې په نړې کښې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x