نظــر

اجنټي يا ماډرنه غلامي

د، ب، هيښ

د تاريخ د بردګۍ، غلامۍ او د کلاسيک استثمار او استعمار په دوره کې به زورورو او مستبدينو بېوسه او ضعيف بنيادمانو ته د انسان په سترګه نه کتل او انسانان به ئی  په زور غلامان کول.

ټولنه په دوو طبقو ويشل شوې وه:

باداران او غلامان

د بردګانو د ژوند او مرګ واک به د بادار سره و، د کاليو او شيانو  په شان به يې خرڅول او د حيوان په څېر به يې استعمالول، خو د برده او غلام په فکر او ذهن يې تسلط نه درلود او هغه کرکه او نفرت چې د غلام انسان په مغز کې د برده دارانو په هکله  و د منځه يې نه شوای وړلای.

مجبوره او معذوره غلام جسما غلام و  خو روحا ازاد او په زړه او فکر کې يې د ازادۍ خيال او ارمان درلود او د هغې ورځې په اميد يې ټول عذابونه، توهينونه، شکنجې او رنجونه زغمل او قوت يې ترې اخيست چې د اسارت او غلامۍ ځنځيرونه يې وشليږي او د ازادۍ د نعمت نه برخورداره شي. دوی د مرګ تر ورځې په فکري او ذهني توګه د غلامۍ منلو ته نه حاضرېدل.

برده ګانو او غلامانو د خپلې ازادۍ ( چې خدايي او طبيعي منشاء لري) د حاصلولو لپاره  څه په انفرادي او څه ډله يیزه توګه  طغيان او بغاوت کاوه او د برده توب نه د خلاصون  هڅه به يې کوله چې کله به کامياب شول د بادار په له منځه وړلو به وتښتېدل او کله به ناکامه او د خپلې ازادۍ لپاره  تلاش به يې د خپل ژوند د قربانولو په بيه ورته تمام شو.

دې وضعيت د برده دارانو ژوند هم له خطر سره مخامخ کړ او د انسان د مستقيم غلام کولو او د څارويو په شان  چلند ورته نور د خپل ځان او کورنۍ لپاره د اور سره لوبې کول وو چې سوځېدل او ايرې کېدل ورسره ملګري وو.

دوی په دې پوه شول چې فزيکي شکنجې، وهل، زخمي کول، تعذيب او وژل  د برده ګانو  د ازادۍ د هيلې او ارمان په له منځه وړلو کې هېڅ اثر نه لري او ورځ په ورځ دا خيال نور هم تقويه او پراختيا پيدا کوي، نو ددې خطر د مخنيوي لپاره په دې فکر کې شول چې د خپلې بادارۍ د بې خطره دوام لپاره بايد د انسانانو په ذهنونو کې د ازادۍ تلوسه او فکر   تغير او يا خنثا کړي او داسې طرحې  بايد جوړې او عملي کړي چې ځنې انسانان په خپله خوښه غلامۍ ته حاضر شي، بې له دې نه چې په پښو کې يې زولنې او په غاړه کی يې ځنځيرونه ور واچول شي.

له بادار نه د نفرت، کرکې او دښمنۍ په ځای په ډیره مينه، اخلاص او احترام د هغه تابع او امر يې ومني.

دا چې انسان دوه بعدي ( معنوي او مادي ) جوړښت لري او د رحماني کيفيتونو تر څنګ شيطاني اړخ يې هم په وجود کې شته؛ نو برده دارانو د خپل دې ظالمانه  بزنس د دوام  لپاره په ټولنه کې د رضا کارو غلامانو د پيدا کولو په منظور د انساني سرشت  مادي او شيطاني اړخ تر خپل فوکس لاندې ونيولو او د پيسو، شهوت، قدرت، شهرت او نورو نفساني خواهشاتو د پوره کولو بازار په ګرمولو يې د هغوی  غلام کولو ته اقدام وکړ.

دوی په ټولنه کې هغه افراد چې د شيطاني هوسونو غريزه يې د معنوي او انساني ارزښتونو په نسبت قوي وه، اخلاقا کمزوري وو او په ځان د اتکا د توان نه بې برخې وو،  د پيسو او کاذب منصب په ورکولو يې جذب او د ځان غلامان کړل ، څو په دې طريقه او ددې غلامانو په کار اچولو ټولنه کې  سياسي، اقتصادي او کلتوري واکمني جوړه کړي‌‌.

د يو څه مصارفو او چلونو په کولو يې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوستلو لپاره د مستقيم زور په ځای د همدې ضعيف النفسه او د معنويت نه خالي عناصرو په استخدام کولو سره خپلې اغايۍ او بادارۍ ته دوام ورکړ  او د انسانانو د غلام کولو او د هغوی د فزيکي او فکري استثمار جنايت په نوي شکل او طريقه صورت پيدا کړ.

د برده دارۍ دود د تاريخ په اوږدو کې د يوه واړه واحد نه جهاني مقیاس پورته شو، برده داري د سيده زور نه د فکري غلامانو اختياري پرېکړه شوه  او په  استعمار(د ملتونو برده کول) بدله شو او د فردي بردګۍ په ځای د ولسونو د غلام کولو، د هغوی د ازادۍ، حقوقو او شتمنيو په غصبولو او تر خپل تسلط لاندې راوستلو  شکل يې ونيولو، چې ورسره مبارزه کې يې په ميليونونو انسانان قرباني شوي  او بې حسابه  ملي شتمنۍ د استعمارګرانو له لوري لوټ او چور شوي دي.

د بشري ټولنې د سياسي، ټولنيز، اقتصادي-کلتوري تغير او انسانانو د شعوري بېدارۍ سره د استعمار څېرې او تاکتيکونو  هم  تغير وکړ او  غلامي يې په ظاهره  انسان نما لاکن په باطن کې حيوان طبيعته او ذهني ناروغو عناصرو ته داسې جذابه، ځلیدونکې او منزل مقصود ته د رسېدو وسيله معرفي کړه، چې ذهني ناروغانو په ډېر  شوق، ميل ،افتخار او رضايت د استعمارګرانو  د غلامۍ ځنځيرونه په غاړه کړل.

ټول انساني ، طبيعي او مدني ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل او فکرأ او شعورأ يې د زاړه استعمار د وارثانو د استعماري بار د وړلو له پاره ځانونه اماده او عملا يې په خدمت کې شول. انساني کرامت ، عزت ، شرف ، وقار او حيثيت چې په انساني دنيا کې قيمت ترين عناصر دي ورته بې ارزښته شول او د کاذب قدرت ، شهرت، شهوت او ثروت د لاسته راوړلو له پاره يې ليلام کړل.

د فکري غلامۍ دې شکل ته اجنټي ( مودرنه، يا اختياري، يا رضاکارانه  غلامي )ويل کيږي چې په خپل ميل او رضا غلامۍ او د امپرياليزم ( د کلاسيکې برده دارۍ او استعمار نوې بڼه)نوکرۍ ته حاضريږي او خپل اختيار  د هغوی په واک کې ورکوي‌.

بد بختانه چې د نوي  استعمار دا ناولې لوبه په داسې ملکونو  لکه افغانستان کې چې د سیاسي شعور او بېدارتوب کچه ډېره ټيټه، فقر زيات  او د اجتماعي رفاه نه د محروميت درجه لوړه وي ډېره کارنده او په اسانۍ سره اجراء کيږي، چې د وروستيو څلويښتو کلونو حوادث او تحولات يې زموږ په هېواد کې واضح ثبوت او سند دی او دا لوبه  اوس هم دوام لري‌.

په‌ داسې د فرهنګي فقر سره مخامخ  ټولنه کې لکه افغانستان چې ولس د سياسي تحولاتو او تغيراتو په جريان کې د تصميم لرونکي فکتور رول نه لري ، بلکې فقط  د وسيلې په توګه استعماليږي،  يوازې اجنټان يا شعوري غلامان دي چې د خپلو بادارانو له لوري د  مادي او منصبي مزاياوو نه برخورداره‌ کيږي او د پوشالي قدرت په کرسۍ په نمايشي توګه کينول کيږي، البته د ټولنې د ځاني، مادي او معنوي تلفاتو او خساراتو د فاجعې په بيه.

اجنټان (مودرنه رضاکاره غلامان ) په نويو لباسونو او کرکترو سره په ټولنه کې تر ډېرو جذابو او ښايسته ماسکونو لاندې  لکه دين ،مدنيت ، ترقي ،هومانيزم ، اولسواکی ، د بشر حقوق ، ټولنيز عدالت او رفاه ځانونه پټوي او  خلک هم د سياسي شعور او عقلاني سنجش د فقدان له وجهې د دوی د تباه کوونکي ضد انساني رول په ماهيت نه پوهيږي، تر څو  په مقابل کې يې ودريږي او  مخه يې ونيسي.
بلکې د اجنټانو او بادارانو د پراخه مېډيايي تبليغاتو او پروپاګند له کبله ددې منحوسې پديدې (اجنټي)سره د مبارزې او د هغې د منځه وړلو  په عوض خلک بې تفاوتي اختياروي او حتی په ځينو مواردو کې د قومي ، ژبني ،مذهبي کاذبو-تشو  شعارونو او احساساتو  په اساس ورسره همکاري کوي ، لکه دا اوس چې د لږکيو د حقونو د دفاع په بهانه د افغانستان  اجنټان د لږکيو نه سؤ استفاده کوي  او شر او شرارت يې جوړ کړی دی.

بنا اجنټي ( رضا کارانه غلامي ) يو نوی مصيبت او ناولې  پديده ده ، چې  افغاني ټولنه ورسره مخامخ او لاس او ګریوان ده.

د افغانستان تاريخ ته په کتو سره هېڅ لاسوند او سند نشته چې د افغانانو د بردګۍ د دورې يادونه وکړي ، بلکې داسې ويل کيږي چې ددې جغرافيې خلکو د بردګۍ دوره هېڅ نه لرله او د اوليه ابتدايي ژوند نه يې راسا د فيوډالۍ ( مځکه لرلو او کاله کولو ) مرحلې ته ګام اچولی دی.

ددې وطن اوسيدونکي نه برده تېر شوي او نه برده داران ، بلکې د خپل طبيعي ازاد مزاج په لرلو یې ټولنيز ژوند تېر کړی دی.

د افغانستان په ثقافت خصوصاً پښتو کې دا د برده او غلام اصطلاح هېڅ وجود نه لري او دا اصطلاح ګانې د نورو ژبو نه راغلي دي.

په افغاني ژوند دود ( کلتور ) کې تر ټولو لويه ګناه ، جرم ،خباثت ، جنايت او خيانت د پرديو اجنټي ( رضاکارانه غلامي ) ده، چې ددې ګناه کوونکي هېڅ قابل د بښنې نه دی او د قيامت تر ورځې ورته د نفرت او دووس په نظر کتل کيږي.

خو متأسفانه چې په دې وروستيو څو لسيزو کې د چپي او راستي وارداتي اډيالوژيو په راتک سره اجنټي په افغانستان کې نه يوازې منفوره، منحوسه او مردوده پديده وګڼل شوه، بلکې ډېرو افغانانو او سازمانونو په ډېر شوق، شور، جوش او افتخار دې پستۍ ته غاړه کېښوده او زموږ د پلرونو ، نيکونو او افغاني طبيعت وياړلي تاريخي ميراث يې چې د ازادۍ  تقدس او مصؤنیت په کې درج شوی و په خپلو غلامانه کړنو، جفاوو او خيانتونو داغداره کړ.

اجنټي چې د افغان په تاريخ او کلتور کې مردوده او منفوره وه،  د رضا کارو غلامانو په پيداکېدو سره د نوم-نښان ،جاه- جلال ، مقام – منصب ، قدرت-شهرت د حاصلولو وسيله وګرزېده.

هغه افغان چې نيکه يې په ډير افتخار دنيا ته د ازادۍ او خپلواکۍ درس ورکاوه او د دنيا د ازادۍ غوښتو الګو او مثال و او ويل به يې چې:

ازادي تر بادشاهيه لا تېری کا
چې د بل د حکم لاندې شي غلام د
نن د اجنټانو د بې ضميرۍ او ذلالت له لاسه  بې عزته او بې پته دی او د خپلې تللې ابرو (ازادي-خپلواکي) د لاسته راوستلو لپاره په خپلو وينو کې لت پت دی.

بردګي او غلامي يوه جبري او تحميلي عمليه ده ، چې د برده دارانو له لوري  په زور سره د انسان آزادي سلب کيږي ، خو اجنټي بيا د خپل غلام ذهن او وجداني فقدان له کبله خپله ازادي د نورو په اختيار کې ورکول دي.

اجنټي د دين او الهي امر  ضد عمل دی، ځکه په اسلام کې يوازې د الله پاک عبادت بايد وشي او نور هيڅوک او هیڅ شی قابل د عبادت نه دي، خو اجنټان  د انسانانو د قدرت او ثروت په عبادت او پرستش مشغول دي او نورو ته هم ددې خباثت نه د پيروي تبليغ کوي.

اجنټي د انساني فطرت سره  چې په  ازادۍ کې په ژوند کولو اصرار او اقرار دي په تضاد او تقابل کې قرار لري ، ځکه په خپله خوښه او رضا  ازادي نفی کوي او غلامۍ ته ځان تسليموي .
بناا اجنټي يو ضد ديني ، ضد فطري ، ضد انساني او ضد طبيعي پديده ده او جبري غلامي پرې شرف لري ، ځکه  مجبوره  بردګان او غلامان سره ددې چې  جبراا بردګان دي ، خو فکر ، ذهن او هوش ئې د ازادۍ په خيالونو کې مشغول دئ او په امید يې ژوند تیروي .

په افغانستان کې د ټولنيزو -اقتصادي او ثقافتي ستونزو  او پرابلمونو (فقر ، د خلکو بېخبري ، د سياسي شعور فقدان ، د عقل په اساس مساييل نه تحليلول او د احساساتو غلبه په تصميم نيولو کې )  ډيروالي اود  ظرفيتونو کموالي د پرديو د واکدارۍ او اجنټۍ دترويج او ودې  د پاره  مناسب بستر جوړ کړئ دئ او جهاني نويو استعمارګرانو ( شرقي او غربي) د موږ د ټولنې نه د ذهني غلامانو ( اجنټانو ) په استخدام کولو سره خپل وحشيانه تجاوزونو ته اقدام او دوام ورکړئ دئ . ددې کثيف قشر ( اجنټانو)  نه په استفادی اود  اجنټ  زعامت په نصبولو يې زموږ په  وطن کې خپل وحشيانه  اشغال پياده کړئ دئ .

د نوي استعمار ددې نوي شيطانت سره چې د اجنټانو اجير نيول  او د ملتونو  په سرنوشت حاکم کول دي مبارزه کول   لويه حوصله پراخه سينه او همه شموله متحده جبهه غواړي.

د واقعي مبارزو  روحانيونو ، منورينو ، ازادي – خپلواکي دوستو شخصيتونو او د ټولنې باسواده قشر  دا ديني -انساني او ملي وظيفه ده چې د خپل  اولس سره ددې شومې پديدې په پېژندلو او مبارزه کې خپل ديني ، ملي او انساني  مسووليت او رسالت اداء کړي.

اجنټان او اجنټي د ټولنې لپاره زهر دي، چې د ټولنې ټول اقشار که په هره مفکوره او عقيده دي  بلا استثنا ترې متضرر او د هلاکت سره مخامخ کوي.

له دې کبله  د اجنټۍ او اجنټانو له منځه وړلو مبارزه هغه وخت کاميابيدای شي چې اشخاص، ډلې ، سازمانونه او ګوندونه ورسره سليقوي او تمايلي برخوردونو ته شا کړي او اجنټان او اجنټي يې د روابطو ( اډيولوژيکي ، قومي، ژبني، مذهبي، خوني او قرابتي) په اساس  تبرۀ نه کړي او ويې نه زغمي، بلکې قاطعانه يې رد کړي او اجنټان د خپلو صفونو نه وشړي.

ددې منحوسي پديدې سره مبارزه د يوه شخص، ډلې او سازمان تر  وس وتلې خبره ده، نو  بايد ټول ازادي غوښتونکي او د استعمار ضد  افراد، ډلې، سازمانونه او قوتونه د خپلو فردي، سازماني او فکري اختلافاتو نه په صرف نظر کولو متفقأ د اجنټۍ او اجنټانو په مقابل کې ودريږي او په يوه واحده ضد استعماري او ضد اجنټي جبهه کې خپله مبارزه متمرکزه او منسجمه کړي تر څو د اجنټۍ او اجنټانو په ورکولو سره  د استعمار دا ناولی لاس قطع او د استعمار دا لوبه ختمه کړي او د استعمارګرانو  د کثيفو پلانونو د پياده کولو مخه يې د ابد لپاره ونيول شي.

مرګ په اجنټانو

يا ربه ازادي او خپلواکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x