نړۍ

پوټین وایی امریکا لکه (پارازیټ) دنورو حشراتو په غوښه او وینه باندي ژوندي دي

Prime_minister_Putin(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۲) دروسیی لومړي وزیر ویلادیمیر پوټین تیره ورځ دامریکي پرمتحده ایالت باندي کلکي نیوکي وکړي، نوموړي زیاته کړه امریکا له خپل چوکاټ څخه بهروتلي اولکه پارازیت خزنده دنورو حشراتو په خوړلو اودوینو په څښلو سره ژوند کوی، نوموړي زیاته کړه امریکا خپل اقتصاد نه لري بلکه دنړي داقتصاد په خوړلو یی پیل کړی دي، پوتین وویل پرنړي باندي دډالر ولکي نړیوال بازارونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

پوټین دغه خبري خپل د اوړي په مینه کي چي دمسکو وشمال لورته پنځه ساعته دموټر سفر دي په ازاده هواکی داوبو دیوه بند په غاړه کریملین پلوه ځوانانوته کولي.

پوټین دخپلو خبرو پرمهال وویل امریکا له خپله چوکاټه وتلي ده  او له امکاناتو څخه دباندي اوسیږي، اودخپلو مالی مشکلاتو دپیټي ډیره برخه یی پرنوره نړي باندی ورغورځولي دي.

پوټین وویل ولوی خدای ته دي شکر وي مونږ پښي له کمبلي سره یوځای غزولي دی، احساس اوفکر راسره ده هیمشه خودکفایه اوسیدلي یو اوکوم قدم چي اخلو هغه دمساواتو اوتوازن پربنیاد باندي اخلو، ښاغلي پوټین په داسی وخت کي دکریملین پلوه ځوانانو په وړاندي دامریکي پراقتصاد اومالي تګلاره باندي نیوکي کولي چي نوموړي خپله وویل دروسیی په خزانه کی تراوسه پوري امریکایی سکي اوډالري پرتی دي.

نوموړي زیاته کړه کچیري دامریکي په نظام کی کوم خلل واقع کیږي له هغه سره به هغه نظامونه چی په خزانو کی یی امریکایی پیسي ساتلي وي هم له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه دچین او روسیی هیوادونو دخپلو خزانو زیاته برخه امریکایی ډالر دي، دغه دواړه هیوادونه باید  دامریکایی ډالرو په ځای نوری پیسي په خزانو کي ځای پرځای کړی

بخت الرحمن بخت …………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x