افغانستانسولې اړوند خبرونه

د افغان سولې په اړه د علماوو نړیوال کنفرانس کې طالبانو ته هم بلنه ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سعودي چارواکو د کابل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر» سره په لیدنه کې په ډاګه کړې، چې په نږدې وخت کې د افغان سولې په اړه د علماوو نړیوال کنفرانس رابولي او طالبانو ته هم بلنه ورکوي، څو په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر له سعودي چارواکو سره د لیدنو د لړۍ په دوام د اسلامي نړۍ د اړیکو له رییس « شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی» سره لیدلي او د افغانستان د سولې پروسې او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په اړه ورسره غږېدلی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې العیسی د سولې د ټينګښت او له بنسټ پالنې سره د مبارزې په برخه کې د دیني علماوو رول بارز بللی او ژمنه یې کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي نړۍ د دیني علماوو کنفرانس راوبلل شي « دا موږ خپل مسوولیت ګنو چې په افغانستان کې د جګړې په ختم او د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړو.” شیخ العیسی ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هغه له پخواني تعهد سره سم، «د اسلامي نړۍ د اړیکو» نړیوالو سازمان د اسلامي نړۍ نفوذ لرونکي مفکرین، پوهان او مفتیان سره راټول او په یو لوی مذهبي او تاریخي کنفرانس کې به د افغانستان کړکیچ ته له دیني لید لوري څخه د حل اساسي لاره ولټوي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د کنفرانس کې د «ټولشموله ګډون» د ډاډ په موخه به طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي، تر څو هغوی هم ددې کنفرانس برخه واوسي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د علماوو په نړیوال کنفرانس کې د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې کابل حکومت پر طالبانو د مذهبي فشار د زیاتولو هڅې پيل کړې دي.

په وروستیو څو میاشتو کې کابل حکومت د نړۍ له یو شمېر هیوادونو څخه د دیني علماوو په ادرس فتواوې خپرې کړې، چېرې چې  په افغانستان کې روانه جګړه «ناروا» بلل شوې وه  او د اوربند په تامین ټینګار شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر دی. کچیری طالبان پدی نړیواله اسلامی غونډه کی ګډون وکړی د سره به د طالبان سیاسی شتون په نړیواله سطح مطرح شی او کچیری طالبان د کنفرانس کی ګډون ونکړی دا به بیا پدی معنی وی چی طالبان شرعی دلایل د جنګ او ترهګری لپاره نلری چی بیا به یی ټوله دنیا ملامت ګڼی. الله د وکړی چی طالبان هم پدی غونډه کی اشتراک وکړی او خپل اسلامی او شرعی دلایل د جنګ د جواز لپاره مطرح کړی.

عبدالواحد

حکومت منافق دۍ  وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَمَا هُم بِمُؤۡمِنِينَ ۔ اوځینی خلک هغه دی چه وایی چه موږایمان راوړۍ دۍ پرالله اوپرورځ دآخرت اونه دی هغوی ایمان راوړونکی *البقره آیات ۸،۹ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَمَا يَخۡدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ هغوی دوکه ورکوی الله اوهغوخلکوته چه ایمان یی راوړۍ دۍ اونه ورکوی دوکه مګرخانوخپلوته خوهغوی نه پوهیږی۔  وَإِذَا لَقُواْ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوۡاْ إِلَىٰ شَيَٰطِينِهِمۡ قَالُوٓاْ إِنَّا مَعَكُمۡ إِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَهۡزِءُون سوره البقره آیات ۱۴اوهرکله چه ملاقات کوی هغوخلکوسره کوموچه ایمان راوړۍ دۍ نووایی ایمان راوړۍ دۍ موږاوهرکله چه ځان له شی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x