
طالبان: «د بندیانو د اعدامولو فرمایشونه له سولې سره د کابل د چارواکو د ښمني په ډاګه کوي»
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» د طالب بندیانو د اعدام سپارښتنه وکړه او ادعا یې وکړه، چې مطلق اکثریت خلک د طالب بندیانو د اعدامېدو ملاتړ کوي؛ طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې دا ډول فرمایشونه «غیرسنجیده» دي او له سولې سره د کابل حکومت «دښمني» په ډاګه کوي.
امرالله صالح څو ورځې وړاندې په کابل ښار کې هدفي وژنو مسئولیت پر طالبانو اچولی و او ادعا یې کړې وه، چې طالب جنګیالي د زنداني کېدو په صورت کې هم پر خپل خلاصون باور لري او دا ډول بریدونو ته زور ورکوي؛ نو ځکه دده په خبره، له حکومت سره شته طالب بندیان باید اعدام شي، تر څو د بریدونو مخه ونیول شي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې راغلي، چې له یوې خوا د اوربند او له بل لوري د طالب بندیانو د اعدام غوښتنې ضد او نقیض دي او له سولې سره د حکومت دښمني په ډاګه کوي.
تبصره کې وړاندې زیاته شوې، چې امریکا له طالبانو سره په کړي تړون کې د طالب بندیانو د خلاصېدو ژمنه کړې او د کابل چارواکي يې د اعدام «خوبونه ویني»، چې د طالبانو له قوله، دوی له دې ډول څرګندونو ډار نه لري؛ مګر سولې ته د زمینې برابرېدلو په موخه باید ودرول شي.
په تبصره کې راغلي «اسلامي امارت د خپل هیواد د استقلال او د اسلامي حاکمیت د نفاذ په وړاندي د هیڅ چا له اوتو بوتو او هوایی ډزو څخه ویره نه محسوسوي. د خدای تعالی په فضل، څنګه چې د جګړې په میدان کې د سرښندنو بریالی ریکارډ لري، همداسي د سولې په لاره کې هم هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو چې مقابل طرف سنجیده فکر ولري.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو ګواښ کړی و، چې که بندیانو ته یې ضرر ورسېږي؛ حکومت به یې درنه بیه پرې کړي.
د حکومت له لوري د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه داسې وخت ده، چې طالبان په دوحه کې له امریکایي چارواکو سره د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون په اړه غږېږي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو وروسته د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ پیل شي؛ خو تر دې دمه په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.