لیکنېنظــر

په اسلامي فکر کې د سوله يیز ژوند بنسټونه

عزیزالرحمن ناصري

د قرانکریم د نزول او محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت له پیل سره یو ځل بیا انسانیت خپل ریښتینی لارښود او ښوونکی پیداکړ، د اصلي او ريښتیني ژوند یعنې تلپاتې سوله ییز ژوند پر لار یې ورته مشالونه بل کړل او د لارې نښې او نښانې یې ورته په ګوته کړې، محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ د دورې په ټول ژوند کې د یو انساني او سوله ییز ژوند لپاره هڅې، مبارزې او جهادونه وکړل.

د عربو په څیر یوه نالوستې، غیر متمدنه ، بلکې جاهلي ټولنه ، هلته چې نور انسانیت ، او انساني نیک اخلاق او خویونه مخ په ختمیدو وو او خپل ځای یې لا له پخوا څخه ورو، ورو فساد، بې انصافۍ، بداخلاقۍ، ظلم، وحشت، جهالت، فقر، غربت، بدبختۍ، وبایي مرضونو او نورو رنګارنګ تورو تیارو ته پرېښوده، دقیقاً همدغه وخت کې محمد صلی الله علیه وسلم د خپلې پیغمبرۍ په ۲۳ کلنه دوره کې د قرانکریم د انساني لارښوونو او الهي هدایت او توفیق پر مټ وکولی شول، چې لومړی خپل قوم(عربان) له دغو غیر انساني او جاهلي بدبختیو څخه را وباسي او بیا له دوی څخه د نړۍ پرسر تر ټولو مخکښ متمدن، لوستی، عادل او عدالت غوښتونکی، له هررنګه فکري، فزیکي، رواني او اقتصادي بدبختیو او له دیني، مذهبي، قومي، نژادي، سمتي او سیاسي تعصباتو، تبعیضاتو او تمیزاتو څخه پاک، بلکې یو نیکمرغه قوم،( يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ ) آل عمران ۱۱۴-

او په نړیواله سطحه د ټولو انساني حقوقو علمبردار، ملاتړ، مدافع او الګو او نمونه قوم جوړ کړ. تردې چې الله تعالی پخپل کتاب قرانکریم کې پرې شاهدي ورکړه او ویې فرمایل:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ – آل عمران ۱۱۰-

محمد صلی الله علیه وسلم د قران کریم، د هغو هر اړخیزه علمي، تربیتي، اخلاقي، فکري، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، حقوقي، عقلاني، واقعي او عملي بنسټونو په ایښودلو او تطبیقولو سره وکولی شول دغه ستونزې تر نهایي ممکن حد پورې راټیټې کړي، تردې چې خپلو ملګرو ته یې د راتلونکې تلپاتې سوله ییز ژوند په هکله خپله وړاندوینه داسې وکړه:

3431 ع[1]عنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ ، قَالَ : بَيْنَا أَنَا عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ فَشَكَا إِلَيْهِ الفَاقَةَ ، ثُمَّ أَتَاهُ آخَرُ فَشَكَا إِلَيْهِ قَطْعَ السَّبِيلِ ، فَقَالَ : يَا عَدِيُّ ، هَلْ رَأَيْتَ الحِيرَةَ ؟ قُلْتُ : لَمْ أَرَهَا ، وَقَدْ أُنْبِئْتُ عَنْهَا ، قَالَ فَإِنْ طَالَتْ بِكَ حَيَاةٌ ، لَتَرَيَنَّ الظَّعِينَةَ تَرْتَحِلُ مِنَ الحِيرَةِ ، حَتَّى تَطُوفَ بِالكَعْبَةِ لاَ تَخَافُ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ ، – قُلْتُ فِيمَا بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِي فَأَيْنَ دُعَّارُ طَيِّئٍ الَّذِينَ قَدْ سَعَّرُوا البِلاَدَ – ، وَلَئِنْ طَالَتْ بِكَ حَيَاةٌ لَتُفْتَحَنَّ كُنُوزُ كِسْرَى ، قُلْتُ : كِسْرَى بْنِ هُرْمُزَ ؟ قَالَ : كِسْرَى بْنِ هُرْمُزَ ، وَلَئِنْ طَالَتْ بِكَ حَيَاةٌ ، لَتَرَيَنَّ الرَّجُلَ يُخْرِجُ مِلْءَ كَفِّهِ مِنْ ذَهَبٍ أَوْ فِضَّةٍ ، يَطْلُبُ مَنْ يَقْبَلُهُ مِنْهُ فَلاَ يَجِدُ أَحَدًا يَقْبَلُهُ مِنْهُ ، وَلَيَلْقَيَنَّ اللَّهَ أَحَدُكُمْ يَوْمَ يَلْقَاهُ ، وَلَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تَرْجُمَانٌ يُتَرْجِمُ لَهُ ، فَلَيَقُولَنَّ لَهُ : أَلَمْ أَبْعَثْ إِلَيْكَ رَسُولًا فَيُبَلِّغَكَ ؟ فَيَقُولُ : بَلَى ، فَيَقُولُ : أَلَمْ أُعْطِكَ مَالًا وَأُفْضِلْ عَلَيْكَ ؟ فَيَقُولُ : بَلَى ، فَيَنْظُرُ عَنْ يَمِينِهِ فَلاَ يَرَى إِلَّا جَهَنَّمَ ، وَيَنْظُرُ عَنْ يَسَارِهِ فَلاَ يَرَى إِلَّا جَهَنَّمَ قَالَ عَدِيٌّ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ : اتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقَّةِ تَمْرَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ شِقَّةَ تَمْرَةٍ فَبِكَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ قَالَ عَدِيٌّ : فَرَأَيْتُ الظَّعِينَةَ تَرْتَحِلُ مِنَ الحِيرَةِ حَتَّى تَطُوفَ بِالكَعْبَةِ لاَ تَخَافُ إِلَّا اللَّهَ ، وَكُنْتُ فِيمَنِ افْتَتَحَ كُنُوزَ كِسْرَى بْنِ هُرْمُزَ وَلَئِنْ طَالَتْ بِكُمْ حَيَاةٌ ، لَتَرَوُنَّ مَا قَالَ النَّبِيُّ أَبُو القَاسِمِ : صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُخْرِجُ مِلْءَ كَفِّهِ.

له عدي بن حاتم رضی الله عنه نه روایت دی، وايي: یوه ورځ زه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ناست وم، چې یو سړی راغی او د فقر او  غربت څخه یې شکایت وکړ، بیا بل سړی راغی او د لارې شکوونکو او لارې شکولو څخه یې شکایت وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ای عدي آیا حیره ( يو ځای دی ) دې لیدلی دي؟

ما وویل لیدلی مې ندی، خو ترې اوریدلي مې دي، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

که ژوند درسره وفا وکړه، نو ته به ووینې چې یوه ښځه به له حیرې څخه سفر کوي( هیڅ بل څوک به ورسره نه وي) تردې چې د کعبې طواف وکړي او دا به نه ډاریږي پرته له الله.

ما له ځان سره وویل: نو د طی( زموږ د قوم او قبيلې) غله او ډاکوان به چیرته وي؟!! هغه چې ټوله منطقه کې یې اور بل کړی دی او که تاسره ژوند وفا وکړه، نو د کسری خزانې به هم فتحه شي( د مسلمانانو په لاس).

ما وویل: کسری بن هرمز؟!! (د ایران امپراطور؟!!) هغه صلی الله علیه وسلم وویل:

کسری بن هرمز او که تا سره ژوند وفا وکړه: حتماً به ووینې چې یو سړی به ډک موټی سره زر او سپین زر راباسي او داسې څوک به لټوي چې هغه ترې( خیرات کې) قبول کړي، خو هیڅوک به نه پیداکوي، چې ترې قبول یې کړي او مخامخ کیږي به ستاسې یو تن(هر یوتن) له الله تعالی سره هغه ورځ چې ورسره مخ کیږي( د قیامت په ورځ) او د ده او هغه ترمنځ به ترجمان نه وي، چې ترجمه وکړي، نو حتماً به ویل کیږي هغه ته:

آيا ما تاته پیغمبر نه و، در استولی چې تاته (دین) در ورسوي، نو هغه به وايي: هو استولی دې و.

بیا به ورته وايي: آیا مال مې نه و درکړی او په تا مې احسان هم نه و کړی؟

نو هغه به وايي: هو، نو خپل ښي خواته به وګوري او نه به ویني مګر جهنم او خپلې چپې خوا ته به هم وګوري خو نه به ویني مګر جهنم، عدي رضی الله عنه وایي:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل، ویل یې: ځان وساتئ د جهنم له اور نه، که څه هم د خرما په نیمه ټوټه وي او که څوک د خرما نیمه ټوټه نلري، نو په ښې او نیکې خبرې سره، عدي رضی الله عنه وایي: نو ما ولیدل چې ښځې به له حیرې څخه سفر کاوه، تر څو د کعبې طواف وکړي او پرته له الله تعالی له بل چا نه ویریدله او زه له هغو خلکو یا ډلو سره وم، چې د کسری بن هرمز، خزانې یې فتحه کړې او که تاسې سره ژوند وفا وکړه نو هغه څه به ووینئ چې نبي کریم (ابوالقاسم ) صلی الله علیه وسلم ویلي دي، چې یو سړی به ډک موټی( سره زر او سپین زر) راباسي.

دا حدیث چې امام بخاري پخپل صحیح کې روایت کړی او شارحینو یې پخپل وار سره شرح کړی دی، چې د نمونې په ډول سره امام ابن حجر عسقلاني په فتح الباري[2] کې داسې وايي:

امام احمد له عدي رضی الله عنه څخه په یو بل روایت کې زیاته کړیده:
فِي غَيْرِ جَوَازِ أَحَدٍ-
یعنې پرته د چا له اجازې څخه او دا هغه څه دي چې عدي رضی الله عنه ورته تعجب او حیرانتیا کوي، چې د طی قبیلې غله او ډاکوان به چیرته وي؟

د امام احمد رحمه الله څخه همدغه روایت امام بدرالدین عینی په عمدة القاري کې داسې را اخیستی دی چې:
من غير جوَار أحد-
پرته د چا له ګاونډ ( ملاتړ او حمایت څخه ) یعنې دا چې ښځه به تکي تنها راووځي او هیڅ ساتونکی او یا د لارې ملګری به ورسره نه وي.

هو دا هغه سوله ییز حالت دی چې په اصطلاح سره معجزه ورته ویلی شو، ځکه چې د حدیث لومړی راوي او صحابي عدي رضی الله عنه وايي، چې ما همداسې حالات په سترګو ولیدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغو درې وړاندوینو څخه یې دوه لومړنۍ وړاندوینې یعنې د سولې او امنیت تامینیدل، او د کسری د خزانو فتحه کیدل پخپلو سترګو او خپلو لاسونو ولیدل، یعنې خپله مې عملاً پکې برخه واخیسته او دغه خیال مې  ریښتیا او عملي شو او د درېمې په هکله یې خپلو مخاطبینو ته وویل چې که ژوند له تاسې سره وفا او بقا وکړه، نو درېمه وړاندوینه به هم پخپلو سترګو ووینې او هماغه و، چې یو ډله حدیث پوهانو بیا دغه درېمه وړاندوینه د عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه په دوران کې د عدالت په تطبیق او د مسلمانانو د مالي وضعیت په دومره ښه کیدلو سره ترجمه کړ، چې د صدقې اخیستلو مستحقین پکې نه پیداکیدل.

دې موضوع کې د نورو راویانو څخه نور هم ګڼ روایتونه او زیاتې نمونې او مثالونه شته دي، چې هلته رسول الله صلی الله علیه و سلم د مسلمانانو او نړۍ د سولې او سوليیز ژوند په هکله وړاندوینې کړې دي. چې د نمونې په ډول سره د امام بخاري بل روایت له خباب بن الأرت رضی الله عنه څخه را اخلو:

3447 عَنْ خَبَّابِ بْنِ الأَرَتِّ ، قَالَ : شَكَوْنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَهُوَ مُتَوَسِّدٌ بُرْدَةً لَهُ فِي ظِلِّ الكَعْبَةِ ، قُلْنَا لَهُ : أَلاَ تَسْتَنْصِرُ لَنَا ، أَلاَ تَدْعُو اللَّهَ لَنَا ؟ قَالَ : كَانَ الرَّجُلُ فِيمَنْ قَبْلَكُمْ يُحْفَرُ لَهُ فِي الأَرْضِ ، فَيُجْعَلُ فِيهِ ، فَيُجَاءُ بِالْمِنْشَارِ فَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُشَقُّ بِاثْنَتَيْنِ ، وَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الحَدِيدِ مَا دُونَ لَحْمِهِ مِنْ عَظْمٍ أَوْ عَصَبٍ ، وَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ ، وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الأَمْرَ ، حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ ، لاَ يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ ، أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ ، وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ.

دا او داسې ګڼ نور احادیث که د کومې ځانګړې موضوع ارزښت او اهمیت څرګندوي، نو پرته له شکه چې هغه د مسلمانانو او نړۍ د سولې او سوله يیز ژوند په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیره قوي پاملرنه او سولې او سوله ییز ژوند ته ارزښت ورکول دي.

هو سوله او سوله ییز ژوند د نړۍ او نړیوالو د نیمکرغه او پرمختللي انساني ژوند هغه لومړی ارزښت دی، چې قیمت او اهمیت یې له هیچا څخه هم پټ ندی.

ځکه نو زما په اند غوره داده چې موږ پدې لیکنه کې له هرڅه نه زیات په هغو بنسټونو او اصولو باندې بحث وکړو، د کومو له لارې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو وکولی شول د یوې قوي متحدې ډلې او متفق ټیم په ډول سره پخپل وخت کې د هر اړخیزې سولې او سوله ییز ژوند په څیر ښکلی نعمت وروبښي.

او که نن هم څوک په فردي یا ټولنیز ډول سره پدغو اصولو او قوانینو باندې عمل وکړي او ورته ژمن پاتې شي، نو پرته له شکه چې ريښتینې تلپاتې سوله او سوله ییز ژوند به ولري.

هغه اصول او بنسټونه په لاندې ډول سره دي:

۱- د انساني آزادیو احترام او رعایت کول.

۲- ټولنیز ، حقوقي او سیاسي عدالت رعایت کول.

۳- شورائیت  او د خلکو نظرونو ته احترام کول.

او د نورو سره په ګډه کار کول.

۴- د بشري حقوقو احترام او رعایت کول.

۵- د فقر، بې سوادۍ او مرضونو په وړاندې ډیره قوي مبارزه کول او له منځه وړل.

۶- د بې کارۍ او سوالګرۍ په وړاندې ډیره قوي مبارزه کول، او له منځه وړل.

۷- کار پیدا کول، یعنې ځوانان په کار ګمارل او بې کاره نه پریښودل. او د ښځینه و، او نارینه و، د ژوند مهارتونه لوړول.

۸- د کورنیو او ټولنیزو اړیکو تقویه کول او تلپاتې کول، او د ښځینه و، او نارینه و، د ژوند مهارتونه لوړول.

۹- وطني حس پیداکول، او د وطن والو ترمنځ داسې ملي قوانین او اصول ټاکل چې د هر دین او مذهب، خلک پکې ځانونه په مکمل ډول سره خوندي وي، او ځانونه د هیواد مالکان احساس کړي، او له هیچا سره هیڅ رنګه ظلم او بې عدالتي ونشي.

۱۰- د ژوند، ټولنې او کار په ټولو چارو کې د وسطیت، منځ لاریتوب او اعتدال رعایت کول.

۱۱- د ژوند، ټولنې او کار په ټولو چارو کې له زور، زیاتي، تشدد، افراط او تفریط څخه ډډه کول.

۱۲- د ژوند، ټولنې او کار په ټولو چارو کې د ټولو لپاره د هغه څه غوښتل چې ځانته یې غواړي.( په نبوي اصطلاح سره نصیحت، او په قراني اصطلاح سره : امر بالمعروف او نهی عن المنکر)

۱۳- د ملي پیوستون او ټولنیز تړون تلپاتې ساتنه کول.

۱۴- د نیکۍ او تقوا په کارونو کې له ټولو سره همکاري،ملګرتیا او ملاتړ کول.

۱۵- د ټولنې په هر اړخیزه اصلاح کې برخه اخیستل او ګډون کول.

۱۶- د ټولو ملي او بین المللي اصلاحي او عادلانه قوانینو مکمله پابندي او التزام.

۱۷- په ملي او نړیواله سطحه د سولې، آزادې، عدالت، او بشري حقوقو څخه دفاع او جهاد کول، او د تامین په لاره کې یې مبارزه کول.

هو د سولې او سولییز ژوند دا او داسې نور هغه اصول او بنسټونه دي، چې ټولو اسلامپوهانو، او حدیث پوهانو او په ځانګړي ډول سره سیرت پوهانو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مدني ژوند او بیا هم په ځانګړي ډول سره د مدینې له تړون ( وثیقة المدینة ) څخه را ویستلي دي. [3]

که نن هم څوک په فردي یا ټولنیز ډول سره پدغو اصولو او قوانینو باندې عمل وکړي او ورته ژمن پاتې شي، نو پرته له شکه چې ريښتینی تلپاتې سوله او سولییز ژوند به ولري.

د یادونې وړه ده چې د دغه پورته اصولو حق او حقوق دومره په لنډ ډول سره آدا کیدلی نشي، بلکې هر یو یې پراخو علمي تحقیقاتو او څیړنو ته اړتیا لري، په ځانکړي ډول سره زموږ د عصر په نړۍ، اسلامي هیوادونو، زموږ په هیواد (افغانستان) او زموږ په ټولنه کې.

چې ان شاءالله ترخپل وس او توان پورې به پرې کار وکړم.

په درنښت

عزیزالرحمن ناصري

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x