افغانستان

دولتي عسکرو بدخشان او کندوز کې د یو ماشوم په ګډون ۲ ملکیان«شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د دولتي عسکرو په ډزو د یو ماشوم په ګډون د دوو ملکیانو د«شهادت» خبر وکړل شوی دی.

د بدخشان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پلمه یو ملکي وګړی په ډزو ویشتلی او ځای پرځای یې شهید کړی دی.

له کندوز ولایت څخه په یوه جلا خبر کې ویل شوی، چې ددې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د «ستګیر» په نوم یو ماشوم«شهید» د دولتي عسکرو په ډزو«شهید» شوی دی.

دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې د امام صاحب ولسوالۍ په «بخمل» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x