افغانستان

د شاهین قول اردو لوړ پوړی افسر په کابل ښار کې ترور شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو یو لوړ پوړی افسر نن ماښام په کابل ښار کې ترور شوی دی.

د پېښې عیني شاهدان او د نوموړي خپلوان وايي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ستر بریدمل «ابو طالب سادات» او د هغه یو ساتونکی نن ماښام د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کوټه» سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې نن ماښام د کابل ښار کوټه سنګي کې د نابېژاندو وسله والو لخوا دوه تنه نظامیان وژل شوي؛ خو د وژل شوو نظامیانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند «دارالامان» درې لارې کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x