ورزش

د ایرلینډ پر وړاندې د افغانستان بریا او د ګربز ریکارډونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې ایرلینډ د ۱۶ منډو په توپیر مات کړ او د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې یې لومړۍ بریا ثبت کړه.

په یاده لوبه کې چې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه، ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل او د لوبې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

افغان لوبډلې سیال لوبډلې ایرلینډ ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه، ایرلینډ لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې له لوري رحمان الله ګربز په زړه پورې سلیزه ووهله، هغه د جاوید احمدي سره د لومړۍ ویکټې ۱۲۰ منډې ملګرتیا وکړه، خو وروسته منځني لوبغاړي په بشپړ ډول ناکام شول او په وروستیو کې راشد خان چټکه نیمه سلیزه وکړه.

افغان لوبډلې په ۱۲۰ منډو هیڅ لوبغاړی له لاسه نه و ورکړی، خو تر ۱۶۱ منډو یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل. رحمت شاه ۳، اصغر افغان ۶، محمد نبي ۳، ګلبدین نائب ۲، نجیب الله ۲۹، عظمت الله عمرزي ۲ او راشد خان ۵۵ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې له لوري نوین الحق د ۶۴ منډو په بدل کې ۳، مجیب الرحمن او راشد خان ۲-۲، محمد نبي او ګلبدین نائب یوه یوه ویکټه واخیسته.

دا د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په سوپر لیګ کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه او لومړۍ بریا وه، یادې لوبډلې لس پواینټونه ترلاسه کړل.

د رحمان الله ګربز ریکارډونه:

  • ګربز د افغان لوبډلې په تاریخ کې لومړی او په نړیواله کچه ۱۶م لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي، هغه ۱۲۷ منډې وکړې، ۹ یې شپږیزې او ۸ یې څلوریزې ووهلې.
  • نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې وهي، په دغه لوبه کې ګربز ۹ شپږیزې ووهلې.
  • رحمان الله ګربز له محمد نبي وروسته دوهم افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.

باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جنوري په ۲۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ابو ظبي په شیخ زید لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x