افغانستان

چین د بین الافغاني مذاکراتو له پروسې په ټینګه ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د چین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې روانې پروسې څخه په ټینګه ملاتړ کوي او هیله مند دی چې په سوله ییز افغانستان کې به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لاپراختیا ومومي.

دا څرګندونې په قطر کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر «زوجیان» د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، دغه لیدنه نن ماښام  دوحه کې ترسره شوې د دواړو مشرانو او مل هیئتونو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې یې د بین الافغاني مذاکراتو په روان بهیر او د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوي سولې  تړون د بشپړ تطبیق په هکله خبرې اترې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ناستې پرمهال د چین ولسي جمهوریت سفیر «زوجیان» د بین الافغاني مذاکراتو روانې پروسې څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

هغه داسې لیکلي: «د چین سفیر دبین الافغانی مذاکراتو د پروسې څخه دخپل هیواد دپوره ملاتړ ډاډ وښود، او په افغانستان کې يې دسولې راتلو او ثبات قایم کيدو هيله څرګنده کړه، تر څو د افغانستان او چين اړیکې او اقتصادی پروژې لا پراختیا ومومی.»

ددې لیدنې په ترڅ کې طالب چارواکو د چین له سفیر څخه هیله څرګنده کړې، چې د کرونا وایروس په مخنیوي او واکسین په برخه کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.

شنونکي وايي، په داسې حال کې د کابل حکومت د امریکا حکومتي ادارې کې د بدلون له امله د«پاروونکو» ویناوو او بېلابیلو لارو څخه غواړي بین الافغاني مذاکرات ټکني او د سولې پروسه «سبوتاژ» کړي.

د شنونکو په باور د طالبانو د سیاسي دفتر لخوا د سیمې او نړۍ له یو تأثیر لرونکي هېواد(چین) سره د دیپلوماتیکي اړیکو قوي کول ښايي د امریکا نوې ادارې ته د طالبانو لخوا یو سیګنال ورکول وي، چې باید د سولې رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې خپل عسکر وباسي او افغانستان کې خپل تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، کنه بیا به طالبان له «بدیلو» لارو څخه استفادې ته مجبور شي.

د یادولو وړ ده چې تیرکال د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په ۱۸ میاشتني بهیر کې کله چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو ټویټ په کولو طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د طالبانو د سیاسي پلاوو پرلپسې سفرونه ددې باعث شول چې امریکايي چارواکي په «ډیرې وارخطایۍ» طالبانو سره د خبرو میز بیرته ته کیني او د ټرمپ د ټویټ له امله بښنه وغواړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۸ میاشتو پرلپسې مذاکراتو په پایله کې د تیر کال فبروري په ۲۹مه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې د څوارلسو میاشتو په اوږدو کې ټول امریکايي او بهرني عسکر له افغانستان ویستل کیږی، د طالبانو ټول بندیان به په مرحله واره توګې آزاد او بین الافغاني مذاکرات به پیل کیږي.

د تیرو لسو میاشتو په جریان کې له ۶ زرو زیات طالبان او دولتي عسکر آزاد شوي، بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو ته داخل شوي، زرګونه امریکايي او بهرني عسکر له افغانستانه وتلي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مئ تر میاشتې به پاتې ټول (۲۵۰۰) امریکايي عسکر له افغانستانه ووزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی خبرو خو تر اوس کومه نتیجه نده ورکړی خو د تړون د امضاء کیدو نه ورسته بیانزی صیب، مجاهد، غوربندی او ځینو نورو ډیر آتڼونه او خوشحالی ورته کولی خو اوس ګورو چی خبره بالکل سرچپه روانه ده. الله داسی وکړی چی دا ملګری بیرته په ګډا او اتڼ شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x