روغتیانړۍ

پاکستان: راتلونکې میاشت د کرونا ضد واکسین بیړني کارول پېل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): پاکستان وایي د چین حکومت سره یې د کرونا ویروس پر ضد چمتو شوي واکسینو په تړاو یې خبرې کړې چې ډیر ژر به دغه پروسه پاکستان کې پېل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي، «چینایي چارواکو سره د تلیفون له لارې له اوږدو خبرو وروسته ولس ته ښه خبر ورکوم چې د فبروري تر ۳مې نیټې به پاکستان ته واکسین راورسیږي».

د پاکستان حکومت د چینایي شرکت سینوفام سره د ۵۰۰ زره ډوزه واکسینو لومړی تړون لاسلیک کړی چې په راتلونکو دوه اونیو کې به یې کارول پېل شي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ داخلي شرکتونو ته اجازه ورکړه چې کولی شي د کرونا واکسینو لپاره له بهرنیو شرکتونو سره تړون وکړي، تر څو دغه پروسه په بیړني توګه پېل شي.

د جنوري په ۱۸مه نېټه د پاکستان د مخدره توکو تنظیمي ادارې «ډریپ» د چین دولتي شرکت سینوفام لخوا رامنځته کړي د کرونا واکسین تصویب کړل.

د یادونې وړ ده، د چین له لوري شاوخوا ۳ واکسینونه د کارونې لپاره چمتو دي، چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې کارول شوي او یو شمېر نورو د کارونې لپاره ثبت کړي دي.

پاکستان کې تر دې مهاله له ۵۲۴ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي او ۱۱۱۰۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې له ۳۵ زرو زیات فعال ناروغان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x