
هند: د واکسين جوړولو په مرکز کې اور لګېدو پنځه کسان وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هند مهاراشټر ايالت په پونې ښار کې د کرونا واکسين جوړولو په انسټيټيوټ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، د واکسين جوړولو مرکز په څلورم او پنځم پوړ کې اور لګېدلی و او اور وژونکې ډلې د بېړنۍ مرستې لپاره ژر سيمې ته رسېدلي دي.
د چارواکو په وينا لس اور وژونکي موټر د پېښې ځای ته رسېدلي او د نورو زيانونو او مرګ ژوبلې مخنيوی يې کړی دی.
د رپوټونو له مخې په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي، چې يوه يې مېرمن او څلور په کې سړي دي.
د کرونا واکسين جوړوونکی دا مرکز «سيرم انسټيټيوټ اف انډيا اکسفورډ» د نړۍ په کچه د واکسين جوړولو تر ټولو ستر مرکز دی، چې يوازې هند نه، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ترې واکسينونه لېږدول کيږي.
د واکسين جوړولو د مرکز «مشر ادار پونا والا» په خپل ټويټ کې ويلي، د واکسين جوړولو په مرکز کې د اور لګېدو له امله د دوی پنځه کار کوونکي وژل شوي، خو زياته کړې يې ده، چې ټول واکسينونه روغ دي او هېڅ ډول زيان نه دی ور رسېدلی.
نوموړي د پونې پوليسو او اور وژونکې ډلې څخه هم ډېره مننه کړې، چې پر وخت يې د دوی مرستې ته ځان رسولی دی.
د پونې ښاروال «مرلي دهر موهل» په دغه پېښه خواشيني ښوولې او زياته کړې يې ده، چې تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی معلوم او کېدای شي دا اور په دغه ودانۍ کې د ويلډينګ د روان کار له امله رامنځته شوی وي.
د پونې ښار پوليس وايي، په دغه مرکز کې د واکسين جوړولو څو ودانۍ دي، په يوه ودانۍ کې اور لګېدلی او تر اوسه دوی نه دي خبر، چې د اور لګېدو له امله به څومره زيان اوښتی وي.