افغانستان

طالبانو د دولت له لورې د چارسدې نیونه رد کړه

نن ټکی آسیا: د غور ولایت چارواکيو دوه ورځې وړاندې د دې ولایت د چارسدې ولسوالي د له لاسه وتلو خبر ورکړ. دولتي مسوولینو رسنیو ته وویل چې سلګونو طالبانو د چارسدې ولسوالي له څلوريو په دې ولسوالي برید کړی دی، چې په پایله کې ټوله ولسوالي زموږ له واکه وتلې ده.
طالبانو هم له خپلې رسمې برېښناپاڼې د دې ولسوالي بشپړه نیونه تاید کړه. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي و، چې دوی په یاده ولسوالي کې ګڼ شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.
تېره ورځ دولتي چارواکو خبر ورکړ، چې د دې ولسوالي د بېرتې نیونې لپاره يې عملیات پیل کړي دي او ولسوالي یې بشپړه تر واک لاندې کړې ده.
د غور ولایت امنیه قومندان احمد فهیم قایم رسنیو ته ويلي دي چې دوی ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده او د سختې جګړې په پایله کې يې ولسوالي ټوله خپله کړې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د غور د دولتي مسوولینو دغه ادعا رد کړې ده او ويلي يې دي چې لا اوس هم بشپړه ولسوالي د دوی په واک کې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دولتي ځواکونو  د دې ولسوالي د بېرته نیولو هڅه کړې ده، خو د دوی په خبره بېرته په شاتللي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې نن هم تر مازیګره لا جګړه روانه وه، چې د دولتي امنیتي ځواکونو په لوی کتار يې برید کړی دی او په خبره يې د اوو تنو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي: «…او په سلګونو دمزدورې اوردو عسکر او ایله جاریانو په جنګ کي برخه واخیسته چي تر اوسه ورسره جنګ ادامه لري او ددښمن اوه تنه عسکر دجګړې په ډګر کي پاتې دي.»
قاري یوسف احمدي وايي چې د دولتي ځواکونو له لورې د ولسوالي بېرته نیونه «تش پروپاګند» دي.
له بله پلوه د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې طالبان د هېواد له سیاسي کړکېچه ګټه اخلي، د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري ډله ایز بریدونه په زور کې شوي دي.
د چارو د شنونکو له نظره له طالبانو سره پراخ ولسي ملاتړ د دې سبب شوی چې هغوی مخ پر وړاندې لاړ شي، د هېواد روانو ګډوډو سیاسي حالاتو خلک په دولت بې باوره کړي دي. چې په پای کې يې ګټه طالبانو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x