شعـــــرونه

ستا اقوال او ستا افعال دي محترم/ جوادمل

جواد مل

ستا اقوال او افعال ټوله دي ملهم محترمه!
چي یې لولم شي مې کم د زړګي غم محترمه!

که دې ګورم محبت راځي پر شونډو مسکا
که درد ګورم راځي سترګو کي مي نم محترمه!

که دا واړه کائنات وګرځي لعل او جواهر
ترې بهتره خاورې ستا د یو قدم محترمه!

انتخاب ستر څښتن وکړ په هغه وخت کې د ستا
چې بیخي پر دنیا نه و هیڅ ادم محترمه!

بس یوازې ستا تګلاره کې ده دم او کامیابي
درود سلام دي وي پرتا په هر یو دم محترمه!

رب دې راکړي ستا په مینه اوږد مهاله ژوندون
جوادمل ورپکې يمه محترم محترمه!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x