دیني، سیرت او تاریخ

ژبه او افات يې

محمد عمر بشار

ژبه د انسانانو تر منځ د تفاهم وسیله، د اړتياوو بيانونکې او د الله تعالى د ذكر او قولي عباداتو آله ده، که چېرې د ژبې څخه په سمه توګه کار واخيستل شي, نو د انسان د دارینو د نیکمرغتیا لامل ګرځي او كه په سمه توګه استعمال نشي, نو انسان به د هلاكت كندې ته وغورځوي، پښتو کې یو متل دی چې وايي:
خپله خوله هم كلا ده هم بلا

– ژبه د الله تعالى ستر نعمت دى چې انسان ته يې ورکړی دى.

الله تعالی فرمايي:
[أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ. وَلِسَانٗا وَشَفَتَيۡنِ. وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ] ۸-۱۰/البلد

ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي او یوه ژبه او دوه شونډې او مونږ دۀ ته دوه لارې ښودلي دي.

– ښايي چې د هیڅ یوې ژبې توهین ونه شي، ځکه چې د ژبو اختلاف د الله تعالی د قدرت نښه ده، ښايې چې انسان په هغو کې ژور فکر وکړي څو ایمان یې قوي شي.

الله تعالی فرمايي:
[وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦ خَلۡقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفُ أَلۡسِنَتِكُمۡ وَأَلۡوَٰنِكُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّلۡعَٰلِمِينَ] ۲۲/ الروم.

او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره.

– له ناروا څیزونو څخه د ژبې ساتل:

که چېرې ژبه کنټرول نشي نو د لور  په شان ښه او بد بې له توپیره ریبي،

[قلتُ يا رسولَ اللهِ أنؤاخذُ بكلِّ ما نتكلمُ به فقالَ ثَكِلتْك أمُّك يا معاذُ بنَ جبلٍ وهل يكُبُّ الناسَ على مناخرِهم في جهنمَ إلا حصائدُ ألسنتِهم].

الراوي : معاذ بن جبل | المحدث : الألباني | المصدر : السلسلة الصحيحة

الصفحة أو الرقم: 7/845 | خلاصة حكم المحدث : إسناده صحيح

ما پوښتنه وكړه: يا رسول الله!
ايا مونږ د خبرو په سرنيول كيږو؟
رسول الله ورته په ځواب كې وويل:
مور دې بوره شه, ايا خلك د همدې ژبې لامله پړ مخې جهنم ته نه ځي؟

قرآن کریم هم تاکید کوي:

[إِذۡ يَتَلَقَّى ٱلۡمُتَلَقِّيَانِ عَنِ ٱلۡيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ قَعِيدٞ. مَّا يَلۡفِظُ مِن قَوۡلٍ إِلَّا لَدَيۡهِ رَقِيبٌ عَتِيدٞ] ۱۷و ۱۸/ق.

(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي. (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له دۀ سره حاضر ساتونكى دى.

یو شاعر ویلي دي:

احفظ لسانك أيها الإنسان
لا يلدغـنك إنه ثعبان

كـم فـي المقابر من قتيل لسانه
كانت تخاف لقـاءه الشجعان

له قیل و قال څخه د ژبې ساتل:

[إنَّ اللَّهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلَاثًا: قيلَ وَقالَ، وإضَاعَةَ المَالِ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ].

الراوي: المغيرة بن شعبة | المحدث : مسلم | المصدر : صحيح مسلم

الصفحة أو الرقم: 593 | خلاصة حكم المحدث: [صحيح] یقیناً الله پاک ستاسو لپاره درې شیان بدګڼي:

تاویلي ما ویلي، د مال ضائع کول او ډېر سوالونه.

(دروغ ويل)

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

[أنَّ الكذبَ يدعو إلى الفجورِ وأنَّ الفجورَ يدعو إلى النَّارِ].

الراوي : – | المحدث : ابن القيم | المصدر : بدائع الفوائد

الصفحة أو الرقم: 1/68 | خلاصة حكم المحدث : صحيح

دروغ ويل انسان د فسق او نارواوو لوري ته رابلي او فسق انسان د جهنم لوري ته راكاږي.

(غیبت او بهتان)
الله تعالى د حجرات په سورة كې فرمایلي دي:

[يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱجۡتَنِبُواْ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعۡضَ ٱلظَّنِّ إِثۡمٞۖ وَلَا تَجَسَّسُواْ وَلَا يَغۡتَب بَّعۡضُكُم بَعۡضًاۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمۡ أَن يَأۡكُلَ لَحۡمَ أَخِيهِ مَيۡتٗا فَكَرِهۡتُمُوهُۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٞ رَّحِيمٞ] ۱۲/ الحجرات.

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

او په حدیث شریف کې یادونه شوې ده:

[قيلَ: يا رسولَ اللهِ ما الغيبةُ ؟ قالَ: ذِكرُكَ أخاكَ بما يَكرَهُ قالَ: أرأيتَ إن كانَ فيهِ ما أقولُ ؟ قالَ: إن كانَ فيهِ ما تقولُ فقَدْ اغتبتَهُ وإن لم يَكن فيهِ ما تقولُ فقد بَهتَّهُ].

الراوي : أبو هريرة | المحدث : الترمذي | المصدر : سنن الترمذي/الصفحة أو الرقم: 1934 | خلاصة حكم المحدث : حسن صحيح |  انظر شرح الحديث رقم 81515

التخريج : أخرجه مسلم (2589)، وأبو داود (4874)، والترمذي (1934) واللفظ له، والنسائي في ((السنن الكبرى)) (11518)، وأحمد (8985)

يو صحابي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل: چې ای د الله رسوله! غیبت څه ته وايي؟

هغه وفرمايل: غیبت عبارت د یادولو د یو ورور په هغه څه دي چې هغه پرې خفه کیږي.

صحابی وویل: كه چېرې زه د يو مسلمان په اړه هغه څه ووايم چې هغه په كې وي، دا هم غيبت ګڼل كيږي؟

هغه وفرمايل: غيبت خو همدې ته وايي، كه ته داسې څه ووايې چې په هغه كې نه وي، هغې ته بهتان او تور لګول وايي.

د پروپاګندو او افواهاتو نه خپرول:

الله تعالی په عظیم الشأن قرآن کې فرمايي:

[يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن جَآءَكُمۡ فَاسِقُۢ بِنَبَإٖ فَتَبَيَّنُوٓاْ أَن تُصِيبُواْ قَوۡمَۢا بِجَهَٰلَةٖ فَتُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَا فَعَلۡتُمۡ نَٰدِمِينَ] ۶/الحجرات

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبرۍ سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

[كفَى بالمرءِ كذِبًا أن يحدِّث بِكُلِّ ما سمعَ] الراوي : – | المحدث : الألباني | المصدر : الباعث الحثيث

الصفحة أو الرقم: 1/310 | خلاصة حكم المحدث : إسناده صحيح |  انظر شرح الحديث رقم 26153

التخريج : أخرجه مسلم في ((مقدمة الصحيح)) (5)، وأبو داود (4992)، وابن حبان (30) من حديث أبي هريرة

د يو انسان لپاره همدا دروغ بس دي چې بغير له تحقيقه هره اوريدل شوې خبره د نورو په وړاندې بيانوي.

او همدا راز وايي:

[بئسَ مطيَّةُ الرجلِ زعَموا ]

الراوي : أبو قلابة عبدالله بن زيد | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح أبي داود

الصفحة أو الرقم: 4972 | خلاصة حكم المحدث : صحيح

د ( دوی ګومان کوي) خبره د سړي بده سپرلي ده

یعنې خورا بد کار دی چې څوک د خبر په نقلولو کې په ګمان تکیه وکړي.

(خلکو ته ضرر نه رسول)

د الله استازی – صلی الله علیه وسلم – وايي:

[المسلمُ من سلم المسلمون من لسانه ويدهِ، والمؤمنُ من أمنه الناسُ على دمائهم وأموالهم]

الراوي : أبو هريرة | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح النسائي

الصفحة أو الرقم: 5010 | خلاصة حكم المحدث : حسن صحيح

التخريج : أخرجه الترمذي (2627) باختلاف يسير، والنسائي (4995)، وأحمد (8918) واللفظ لهما.

كامل مسلمان هغه دى چې خلک يې د ژبې او لاس له ضرره په امان كې وي او کامل مؤمن هغه دی چې د هغه څخه نور خلک د خپلو ځانونو او مالونو په باب په امن کې وي.

چټي او بيهوده خبرې كول:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
[إنَّ الرجلَ لَيتكلَّمُ بالكلمةِ لا يرى بها بأسًا يهوي بها سبعين خريفًا]

الراوي : أبو هريرة | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح الترغيب

الصفحة أو الرقم: 2875 | خلاصة حكم المحدث : حسن صحيح

كله ناكله يو انسان يوه خبره وكړي چې هيڅ پام يې ورته نه وي( ډېره عادي يې وګڼي) خو د هغې له كبله جهنم ته ۷۰ کاله ننوځي.

[لا تُكثِروا الكَلامَ بغيرِ ذِكْرِ اللهِ؛ فإنَّ كثرةَ الكلامِ بغيرِ ذِكْرِ اللهِ قَسوةٌ للقلبِ، وإنَّ أبعَدَ النَّاسِ مِنَ اللهِ القلبُ القاسي].

الراوي : عبدالله بن عمر | المحدث : أحمد شاكر | المصدر : عمدة التفسير

الصفحة أو الرقم: 1/127 | خلاصة حكم المحدث : صحيح الإسناد

تاسې غیر د الله تعالی له ذکر څخه زیاتې خبرې مه کوئ؛ ځکه ډېرې خبرې زړه سختوي، بیشکه الله تعالی څخه هغه کسان ډېر لرې دي چې زړه یې سخت وي.

ښكنځلې او فحش ويل:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
[ليسَ المؤمنُ بالطَّعَّانِ ولا باللَّعَّانِ ولا الفاحشِ ولا البذيءِ]

الراوي : عبدالله بن مسعود | المحدث : ابن حجر العسقلاني | المصدر : تخريج مشكاة المصابيح

الصفحة أو الرقم: 4/384 | خلاصة حكم المحدث : [حسن كما قال في المقدمة]

مومن تور لګوونكى, لعن ويوونكى, فحش ويوونكي او پوچ خولي نه وي.

په بل ځاى كې فرمايي:
[سِبابُ المسلِمِ فُسوقٌ]

الراوي : سعد بن أبي وقاص | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح الأدب المفرد

الصفحة أو الرقم: 332 | خلاصة حكم المحدث : صحيح

مسلمان ته ښكنځل كول فسق ( د الله تعالی له حدودو وتل) دي.

(بې ځايه ټوكې)
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي:
[وَيلٌ للذي يُحدِّثُ فيَكذِبُ؛ ليُضحِكَ به القَومَ، وَيلٌ له، وَيلٌ له ]

الراوي : معاوية بن حيدة القشيري | المحدث : شعيب الأرناؤوط | المصدر : تخريج المسند

الصفحة أو الرقم: 20055 | خلاصة حكم المحدث : إسناده حسن

التخريج : أخرجه أبو داود (4990)، والنسائي في ((السنن الكبرى)) (11655)، وأحمد (20055) واللفظ لهم، والترمذي (2315) باختلاف يسير

هلاک دې وي هغه شخص چې ټوكې كوي ( فکاهی وايي، په دروغو خبرې اترې کوي)  څو خلك وخندوي، هلاکت دې وي هغه لره، هلاکت دې وي هغه لره.

(استهزا او مسخره كول)
الله تعالى د حجرات په سورت كې فرمایلي دي:
[يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَسۡخَرۡ قَوۡمٞ مِّن قَوۡمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُواْ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَلَا نِسَآءٞ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهُنَّۖ وَلَا تَلۡمِزُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَلَا تَنَابَزُواْ بِٱلۡأَلۡقَٰبِۖ بِئۡسَ ٱلِٱسۡمُ ٱلۡفُسُوقُ بَعۡدَ ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن لَّمۡ يَتُبۡ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ]

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو او نومونو سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو همدغه كسان ظالمان دي.

(نمیمه، چغلي یعنې د مسلمانانو ترمنځ خبرې وړل راوړل)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
[تَجِدُ مِن شَرِّ النَّاسِ يَومَ القِيامَةِ عِنْدَ اللَّهِ ذا الوَجْهَيْنِ، الذي يَأْتي هَؤُلاءِ بوَجْهٍ، وهَؤُلاءِ بوَجْهٍ ]

الراوي : أبو هريرة | المحدث : البخاري | المصدر : صحيح البخاري

الصفحة أو الرقم: 6058 | خلاصة حكم المحدث : [صحيح] |  انظر شرح الحديث رقم 26201

التخريج : أخرجه البخاري (6058)، ومسلم (2526)

دوه مخي خلک به د قیامت په ورځ د الله په نزد تر ټولو بدترین خلک وي، دوه مخي خلک هغه دي چې ځینې خلکو ته په یوه مخ ورځي او نورو خلکو ته په بل مخ ورځي.

او بل حدیث کې راغلي دي:
مرَّ النَّبيُّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم على قبرينِ فقال: ( إنَّهما ليُعذَّبانِ وما يُعذَّبانِ في كبيرٍ ثمَّ قال: بلى أمَّا أحدُهما فكان يسعى بالنَّميمةِ وأمَّا الآخَرُ فكان لا يستنزِهُ مِن بولِه ) ثمَّ أخَذ عودًا فكسَره باثنينِ ثمَّ غرَز كلَّ واحدٍ منهما على قبرٍ ثمَّ قال: ( لعلَّه يُخفَّفُ عنهما العذابُ ما لم ييبَسا).

الراوي : عبدالله بن عباس | المحدث : ابن حبان | المصدر : صحيح ابن حبان

الصفحة أو الرقم: 3128 | خلاصة حكم المحدث : [طريقه محفوظ]

نبی کریم ﷺ پر دوو قبرونو باندې تېر شو او وې فرمايل: چې دې دواړو ته عذاب ورکول کيږى او دوی ته عذاب نه ورکول کیږی د کوم لوی څیز په سبب.
بیا يې وویل: بلکې يوۀ  ته د چغلۍ د جرم په خاطر عذاب ورکول کيږي او بل ته د بولو څخه د ځان نه ساتولو په خاطر عذاب ورکول کيږي چې بدن يې د بولو څخه نه ساتۀ.

بیایې یوه لښته واخیسته او دوه ټوټې يې کړه او هره یوه یې پر قبر کیښوده بیا یې وویل:
هیله ده  چې د هغو څخه عذاب کم شي تر هغه چې وچ نشي.

په معاصر وخت کې ځنې خلک ځان متمدن بولي استنجا وهل عيب ګڼي، په استنجا پسخند وهي.

بې ځايه قسمونه خوړل:
الله تعالی فرمايي:

[وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ] ۸۹/ المائدة.

او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ.

(د راز ساتل)

[إذا حدَّثَ الرجلُ بالحديثِ ثم التفتَ، فهي أمانةٌ ].

الراوي : جابر بن عبدالله | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح أبي داود

الصفحة أو الرقم: 4868 | خلاصة حكم المحدث : حسن |  شرح الحديث

 

التخريج : أخرجه أبو داود (4868)، والترمذي (1959)، وأحمد (14514)

کله چې یو سړی بل شخص ته خبری کوي، بیا یو خوا او بل خوا ته وګوري، نو دغه خبره امانت ده ( یعنی راز یې وساتل شي).

یعنی راز ساتل وفا ده او افشا کول ئې خیانت او د منافق صفت ده.

الله تعالی د کامیابه مؤمنانو صفتونه داسې بیانوي:
[وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ] ۸/ المؤمنون.

او هغه کسان (کامیاب شول)  چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي.

په احياء العلوم  کتاب کې راغلی دي: د خلکو راز خپرول هم په چغلي (نمیمه) کې داخل دي.

په پای کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث وړاندې کوم:

[مَن يَضْمَن لي ما بيْنَ لَحْيَيْهِ وما بيْنَ رِجْلَيْهِ أضْمَن له الجَنَّةَ]

الراوي : سهل بن سعد الساعدي | المحدث : البخاري | المصدر : صحيح البخاري

الصفحة أو الرقم: 6474 | خلاصة حكم المحدث : [صحيح]

څوک چي ماته د خپلې ژبي او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه لپاره د جنت ضمانت ورکوم.

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x