دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده«نهمه برخه»

اسدالله رزین

عبدالمطلب ناڅاپي مرګونو ډیر ځورولی و او تل به یې ویل چې بې له محمده مې په هیچا هم تسلي نه کیږي.

محمد او ام ایمن ډیر ژر د نیکه کور ته کډه سو او هلته (هالې) د عبدالمطلب د میرمنې له لوري په ټوله مینه په هرکلي ونازول سو، محمد هلته د عمر تر پایه ملګری حمزه هم پیدا کړ.
محمد او حمزه ډیر سره ګران و، ټول وخت به سره یو ځای و، ان تر دې چې ویده کیدل به هم څنګ په څنګ او عبدالمطلب سره له دې چې هالې د محمد ډېر خیال ساته، خو بیا به یې هم ور ته ویل ګوره چې محمد خپه نسي.

محمد به له نیکه سره د کعبې سوري ته هم ډیر تلو او چې محمد به ورسره و عبدالمطلب ته به هم ځان ډیر معزز ښکاریده.

عبدالمطلب یوه ورځ محمد داسې یو چا ته ور واستاوه، چې په ټوله مکه کې مشهور بخیل، د بدې خولې څښتن او په بدو او شر کې مخکې و او هغه (حفص بن مرة)و.

د هیچا هم نه وه خوښه چې محمد دې هغه ته ورسي، خو عبدالمطلب به ورته ویل چې دا د محمد یوه آزموینه ده.

محمد ورغی دروازه یې ور وټکوله او له دروازې د باندې یې ور ژغ کړ، حفص په دغه مهال کې پخپل سرای کې ډېر خواشينی ناست و، ځکه چې یوه ډیره ښه اوښه يې له پرونه راهیسې په لنګیدو ناروغه وه.

حفص ژغ واورید او ورته ویې ویل چې څوک یی؟

محمد ورته وویل: حفص کاکا زه محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب یم.

حفص ور ته و ویل چې راځه د ننه راسه.

دا د عربو په تاریخ کې لومړی وار و چې: څوک کور ته د ورننوتلو اجازه غواړي.

محمد چې کله ورننوت حفص حیران پاته سو، ځکه ځان یې د یوه ډیر ښایسته ماشوم په وړاندې ولید چې شریفه مسکا یې په خوله او د ادب او حیا یوه ژوندۍ مجسمه ده.

محمد چې ور نژدې سو، نو یې ورته وویل:

السلام عليک: ګرانه کاکا!

حفص چې کله په دغه جلال او جمال او ادب کې محمد ولید سمدستي یې خپله ناسته سمه او د بد خلقي ګونځې یې څومره چې کیدای سوای له ټنډې لرې کړي.

حفص خپل آواز نرم کړ او ورته ویی ویل:
وعلیک السلام، زویه ښه راغلې، ښه راغلې، خو مخکې تردې چې حفص خپله خبره خلاصه کړي، اوښبه په حفص زیری وکړ چې اوښه پخیر لنګه سوه او جونګی یې هم بیخي ښه دی.

حفص مخ محمد ته ور واړاوه او ورته ویې ویل! ستا څومره ښایسته مخ او نیک پل دی.
زویه څه غواړې چې درسره ویې يې کړم؟

محمد ورته وویل: نیکه مې سلام وایه او له سلامه وروسته،د حاجیانو د میلمه پالنې او مرستې کومه ژمنه چې دې را سره کړې وه که دې په ځای کړه ښه به سي، ځکه چې د حاجیانو د راتګ وخت دی.

حفص په خندا کې وویل: څومره فصیحه ژبه دې ده او مطلب څومره ښایسته کولای سې. زه بلکل پخپله ژمنه ولاړ یم، وفا پرې کوم او یو څه لا پرې ور ډیروم هم.

حفص حکم وکړ: پنځه اوښان عبدالمطلب ته ور ولئ او په شپږم اوښ محمد سپور کړئ چې دا هغه ته زما له لوري ډالۍ ده.

ټول خلک حیران و او ډیرو، خو بیخي منلای نه سوای چې ژمنه، محمد او ورته ډالۍ ټول عبدالمطلب او د هغه ملګرو ته ور و رسیدل او ټول هک پک پاتې وو.

محمد ټول ژوند له همدغسې انساني لوستونو ډک دی لکه: د عذیب بن مهول دیوال، ورکه همیانۍ، د محمد کره میلمه، د ثویبې د آزادولو هڅې او نور….

د عبدالمطلب د ژوند آخرې شپې وې چې خپلې میرمنې هالې ته یې وویل:

زما ټول اولادونه او په ځانګړي ډول سره ابو طالب را وغواړه، ټول را ورسېدل او د کعبې شیخ لکه څرنګه چې د کعبې له شیخه سره وړ و د وصیت او نصیحت په ټکو کې ټول له دوی وروسته مسئولیتونه ور په ګوته کړل او د دوی مخ یی ور واړاوه او بیا یې په ځانګړي ډول ابو طالب ته وویل: له ما وروسته ته مشر یې، عبدالمطلب يو څه پټه خوله پاته سو او بیا یې وویل:

ابو طالبه! د قریشو د عظمت امانت له تاسره دی او هغه محمد دی، محمد زما زوی او زما په لید لوري کې تر ټولو خلکو ښه ده، زما زړه ګواهي راکوي چې د قریشو د سبا ویاړ او لارښود ده.

د هغه درناوی وکړه ویې ساته، ویې پاله، ملا یې وتړه او په ټولو حالاتو کې ورسره اوسه او بیایې ام ایمن را وغوښته هغې اوښکې په لستوڼي پاکولې او په منډه راغله، عبدالمطلب هغې ته و ویل: ته د محمد مور یې، خو ډیره ښه مور ثابته سه. ځکه چې د محمد حق ده. ته ویاړلې میرمن یې چې د محمد د مور په ستاینه ستایله کیږي.

عبدالمطلب اوږده سا وکشله چې ټول اولاد یې په ژړا سو. محمد هم نور زغم ونه سوای کړای او د ژړا په حال کې یې ځان د نیکه په سینه ور واچاوه. نیکه سترګې را لوڅې کړې او په لړزیدلو شونډو کې محمد ته موسکی سو او ښه یی په غیږ کې ور ټینګ کړ.

محمد لا د نیکه په غیږ کې و چې بیا یې اوږده سا وکښله او د مرګ په خوب ویده سو او محمد بیا یتیم پاته سو.

د قریشو شیخ په ډېر درناوي په تابوت کې کیښودل سو او د بني هاشم د مړستون په لور ور وخوځیدل او په وارو یتیم سوی محمد هم له اوښکو او ژړا سره د نیکه د جنازي له شا روان و، مړستون ته ور ورسیدل او له دوده سره سم مرثیې ولوستل سوې او عبدالمطلب خاورو ته ور وسپارل سو او ټول خلک او محمد مکې ته را ستانه سول.

د محمد د ژوند هره پیښه د هغه د نړیوال پیغام د تکمیل دودانۍ یوه بله خښته وه.

هو! د نبیانو او رسولانو ودانۍ ټولې په همدغسې خښتو ودانې سوې دي. محمد زړه نازړه و چې اوس به د چا دروازه ور ټکوي.

ایا ابوطالب به د خپل پلار په وصیت عمل وکړای سي او فاطمه د ابوطالب کډه به څرنګه ورسره مخامخ سي.

محمد ښه وبلله چې خپل کور ته ولاړ سي، خپل کور ته ورسید چې ام ایمن هم هلته ورته سترګې په لاره وه.

ام ایمن چې محمد ولید، نو ورته ویې ویل: ابو طالب ډیر درپسې ستړی سوی و او فاطمه هم ډیره درپسې خپه وه او ډوډۍ یې هم درته تیاره کړې وه، د ملاستي د ځای غمه یې هم درته خوړلې وه.

دوی دواړه په دغه خبره کې وو چې د ابوطالب غږ سو او ام ایمن ته یې وویل چې محمد څه سو؟

محمد پخپله ږغ ور وکړ پلاره! زه دلته یم.

ابو طالب ډیر خوشاله سو او د محمد په لیدو یې د عبدالله مرګ هیر او محمد یې په غیږ کې ونیو.

د نیکه د وفات په مهال کې محمد د (۸) کلو و،  محمد د ابوطالب سکه وراره و او هغه هم ټوله مینه پری لوروله او فاطمې هم تر خپل اولاد کم نه باله.

په دغه شیبه کې و چې فاطمه هم په محمد پسې د محمد کره راغله او ابوطالب، محمد، ام ایمن او فاطمه څلور سره یو ځای د ابوطالب کره سره ورسیدل.

د ابوطالب کره دسترخوان ویړ او ډیر لږ خواړه پکې ښکاریدل، محمد سره له دې چې ډیر وږی و هیڅ هم و نه خوړل.

ددی لپاره چې ډوډۍ په مټې دومره وه چې ایله د اکا د زمنو ګزاره یې پرې وسي.

ام ایمن ته خو د محمد طبیعت ور معلوم و، نو یې محمد د خوب کوټې ته بوتلو او په تیاره کې یې دوه خورماوې له جېبه ورته را وایستې او محمد ته یې ورکړې او هغه په خندا خندا کې وخوړې او ویده سو.

سهار بیا د ناشتې په دسترخوان سره را ټول سول چې هغومره لږ خواړه پکې ایښي و، خو د دې لپاره چې د فاطمې زړه ته څه نه وي رسیدلي، نو ځکه محمد هم په خوړلو پیل ورسره وکړ.

ټول پوره ماړه او څه ترې پاته هم سول چې محمد په تره پسې د کعبې لوري ته ورغی او ابوطالب ته یې د کار کولو وویل، خو هغه د ځنې دلایلو له مخې ورسره ونه منله.

په سبا کې محمد یو مزی پسه کور ته را وست چې ابوطالب ډیر ژر تری وپوښتل؟

محمد داسې ځواب ورکړ: د یوه سپین ږیري سړي رمه غلو ورشندلې او تورولې وه. ما هغه بیرته ورته را ټوله کړه هغه مزدوري را کوله چې ما نه ترې اخیسته بیایې په دې بانه چې رمه بیا را نه ونه توروي کورته ورسره بوتلم او دغه پسه یې راته ډالۍ کړ.

سبا سهار لا ابوطالب له کوره نه و وتلی چې د کور دروازه یې پرانستل سوه او صفوان او ښځه یې ورکره راغلو او ناسته یې بلکل د محمد په ستایلو پیل او په دې یې پای ته ورسوله:

که مو محمد د شپني لپاره موږ ته راواستاوه ډیر به خوشاله سو. مهربان تره د صفوان د شپني خبره له محمده سره شریکه کړه. محمد د حیا ټوټې تره ته واک ورکړ او د هغه په خوښه یې له صفوان سره شپني پیل کړه.

محمد درې کاله د صفوان په شپنۍ کې پاته سو.

او دا درې کاله یې په ډیره هوښیاري،  میړانه، امانتداري او سپېڅلو اخلاقو سرته ورسول او د هرکال په پای کې به صفوان د محمد د مزدورۍ ډیر پسونه د ابوطالب کورته راوستل او له ډیر والي سره به یې لږ بلل.

محمد د صفوان د شپنۍ په موده کې د ژوند ډیرې ستونزمنې شیبې شاته پریښودې، په ډیر کم عمر کې یی د عربستان په سوځونکو دښتو کې په ورځو، ورځو مزلونه ووهل، د لمر له تیزو وړانګو سره ډیر په لوړ همت مخامخ سو، لوږې، تندې بېخوبۍ او د دښتو او چولاوو هر ډول خطرونه یې وګالل. ورسپارل سوې دنده یې په لوړ همت سرته ورسوله. چیرته چې به هم اوسیده ډیر زر به یې د اوسیدو وړ چاپیریال تیاراوه، شپانه او کوربانه به ډیر ځنې خوشاله وو، له محمده جلاوالی به هرچاته ور په یاد کیده او پرې ځوریده به، مالونه به یې ډېر ماړه او مزي وو.

په شمیر کې به یې له تصوره لوړ ډیروالی را ته، د محمد په مالو او شپنو ډیره خوا بدیده.

هو! محمد باید هم د آزمایښتونو په بټۍ کې پوخ سوی وای، ځکه چې هغوی ته ددی لویې انساني ټولنې مشرتوب او لارښوونه سترګې په لاره وه.
که د انساني تاریخ ټوله سینه را وسپړل سي ډیر کم به پکې بیا موندل سې چې نازولي دي، د بني آدم د دردونو او غمونو د درملنې په فکر کې پاته سوي وي او ډیر کم پیښ سوي چې هغوی دې د ټولنې ګټور غړي جوړ سي، هغوی ډیر پخپل ځان لګیا وي او د ځان درملنه او رغونه اړینه ګني.

موږ هم ګورو چې له بلند منزلو د انسان پخیر آوازونه ډیر کم را وزي. هلته عاطفه او رحم کم اوسیږي، هلته پخپل ځان او عیال پام او ویاړ د ژوند لویه برخه وي، هلته په لوڅو پښو او څیرې ګریوانو د چا خوا نه بدیږي، هلته د نیکۍ لورته مخ بیخې ور اوړي نه، هلته په لوږه او تنده ډېرې لږې خبرې کیږي، د هغوی په خیراتو کې هم د نیستمنو برخه یا خو نه وي او یا ډیره کمه وي.

له نیستمن سره کیناستل هم عیب ګڼل کیږي او هلته معیار هم د ډالرو په تول وي.

ابو طالب منلې وه چې د محمد په ښکاره کوچني بدن کې ټولې لوړ همتۍ را ټولې دي او ډېر خوند ورکوي چې پخپلو مټو تکیه وي، نو ځکه یې د شپني دنده شام ته د سفر په ژمنه ور بدله کړه.

محمد د تره په ورسره سوې ژمنه ډیر خوښ و.

هغه به تل د سفر هیلې لرلې، خو له حیا به یې تره ته نه سوای ور یاد ولای.

د محمد ډیر زړه و چې له هرچا سره وویني او له هغه چا سره هم مخامخ سي چې دودونه او بڼې یې له دوی سره توپیر ولري.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x