
بغلان کې د دولتي عسکرو په توپچي برید د یوې کورنۍ ۸ غړي ټپیان شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د دولتي عسکرو په توپچي برید د یوې کورنۍ ۸ غړي ټپیان شوي دي.
دا پېښه وړمه ورځ د پلخمري اړوند خلازیو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د دولتي عسکرو لخوا توغول شوې د هاوان یوه مرمۍ د شرف الدین په نوم د یو ملکي کس په کور را پرېوتله.
د سیمه ییزو سرچینو په حواله په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ ۸ غړي ټپيان شوي او کور یې هم ویجاړ شوی دی.
سرچینې زیاتوي، په ټپیانو کې میرمنې، ماشومان او نارینه شامل دي، چې د درملنې لپاره د بغلان ولایتي روغتون ته رسول شوي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې طالبانو په ټولو هغو دولتي پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو ځایونو څخه چې د ملکي خلکو کورونه او عامه تأسیسات په توپونو ویشتل کیږي.