
په دوو جلا پېښو کې ۱۷ تنه پولیس مړه او ژوبل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په نیمروز او بغلان ولایتونو کې د دوو جلا پېښو له امله د ۱۷ پولیسو وژلو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په «هلیلۍ» سیمه د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې نښته رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه نښته کې ۶ تنه پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د سرچینې په خبره طالبانو د یادې پوستې وسلې او تجهیزات هم له ځانونو سره وړي دي.
په یو جلا خبر کې راغلي چې طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهر کنه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کې ۲ تنه پولیس وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
تر برید لاندې د راغلې پوستې پولیس شکایت کوي، چې د امنیه قومندانۍ لخوا ورته هیڅ مرسته نه ده رسېدلې، ځکه د بغلان ـ کندوز لویه لاره د طالبانو په ولکه کې ده، نو دوی خپل ټپیان په «خرو او کچرو» د ولسوالۍ تر مرکزه رسولي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو د توپچي بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې طالبانو په ټولو هغو دولتي پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی، له کومو ځایونو څخه د خلکو کورونه او ملکي تأسیسات په نښه کیږي.
Taliban are killing there owen people for punjab .