دیني، سیرت او تاریخ

لمانځه ته منډې مه وهئ!

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمایي: چې اقامت واورئ لمانځه ته روان شئ، په درنښت، ارام او وقار سره ورځئ، منډې مه وهئ، کوم لمونځ چې ونیسئ هغه وکړئ او پاتې پوره کړئ. ‏عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ : إذا سمعتم الإقامة فامشوا إلى الصلاة وعليكم بالسكينة والوقار، ولا تسرعوا، فما أدركتم فصلوا، وما فاتكم فأتموا. متفق علیه واللفظ للبخاري

حدیث کې دوه لفظونه راغلي (بالسكينة والوقار) امام النووي رحمه الله یې توپیر داسې کوي چې “سکینة” د حرکاتو سموالی، یعني ارام او عادي تګ نه منډې او ټوپونه. او “وقار” د اواز ارامي او لارې ته توجه، یعني ستمی او غرژی نه کول او نه یو بل لور ته کتل. زموږ یوه کلیوال چرته کوم ښوی جومات کې لمانځه ته منډه کړې وه، پرتلی و او لاس یې مات شوی و. اوداسه نه د فراغت پر مهال اندامونه لانده، لستوڼې خلاص او د جامو ترتیب ناسم وي، په دې حالت کې چې سړی په منډه شي او ستمی هم کوي؛ بېخي بېخونده ښکاري.

ځکه رسول الله ﷺ فرمایي چې منډې مه وهئ (ولا تسرعوا) او دا منډې او بیړه ځکه ناسم کار دی چې ضرورت ورته نشته، حدیث کې د منډو پر خلاف معقول دلیل بیان شوی، یعني کوم لمونځ چې ونیسئ هغه وکړئ او پاتې پوره کړئ. (فما أدركتم فصلوا، وما فاتكم فأتموا). بناء لمانځه ته په درنښت تګ په کار دی منډې.وهل او لستوڼي اچول … په کار نه دي. دې منډو نه ځکه منعه راغلې ده چې بل روایت کې راغلي څوک چې لمانځه ته روان شي؛ هغه په لمانځه کې ده، یعني د لمانځه ثواب یې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x