افغانستان

عراق کې د امریکايي عسکرو په کاروان وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): عراقي رسنۍ وايي، ددې هېواد په سویل ختیځ الناصریه ښار کې د امریکايي عسکرو یو کاروان تر وسله وال برید لاندې راغلی دی.

دا برید نن د جمعې په ورځ سهار د الناصریه ښار اړوند «صبه» د تیلو ذخیرو ته څېرمه د «سوق الشیخ» نړیوالې لویې لارې په اوږدو کې ترسره شوی دی.

د صابرین نیوز په حواله په کاروان کې چې د امریکايي ځواکونو ۱۸ عرادې کانتینر موټر باندې مشتمل ؤ، لږ تر لږه یو هاموې ټانګ او ۵ عرادې کانتینرونه ویشتل شوي او سوځېدلي دي.

ددې ترڅنګ د کاروان ۳ تنه ساتونکي هم ټپیان شوي؛ خو داچې آیا دغه ساتونکي عراقیان دي او که امریکايان په اړه یې صابرین نیوز څه نه دي ویلي.

په عراق کې د امریکايي عسکرو دغه اکمالاتي کاروانونه چې زیاتره وخت د سوریې له پولې د عراق په لویدیځ یاهم د کویټ له پولې څخه د عراق سویل ته داخلیږي او هلته میشتو امریکايي اډو ته اکمالات رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په یاده سیمه کې دوه امریکايي اکمالاتي کاروانونه د وسله والو تر بریدونو لاندې راغلي وو؛ خو د تلفاتو په هکله او داچې دغه بریدونه د چا لخوا ترسره شوي عراقي او امریکايي چارواکو څه نه دي وي.

تردې وړاندې عراقي وسله والو ګروپونو خبرداری ورکړی، چې د عراق د حکومت مشر مصطفی الکاظمي لخوا د امریکايي عسکرو د وتلو مهلت پای ته رسېدلی او هرڅه زر باید دغه عسکر د عراق له خاورې څخه ووځي؛ کنه له سختو بریدونو سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x