
پکتیا کې د کمانډو عسکرو یو جګپوړی قومندان ترور شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د کمانډو عسکرو یو جګپوړی قومندان عادل ننګ په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.
دا پېښه پرون ماښام د ګردیز ښار اړوند «ځوانانو» چوک کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې غلچکي بریدګرو د قومندان عادل د سپرلۍ په موټر ډزې وکړې.
د پکتیا ولایت ځايي چارواکي وايي، په دغه برید کې قومندان عادل ننګ او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
قومندان عادل ننګ د پاچان زوی د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ، چې پر افغانستان د امریکایانو د یرغل په لومړیو کلونو کې د امریکایانو د محلي همکار په توګه کار پیل کړ، وروسته د ضربتي(کمپاین) په نوم ځانګړو ځواکونو غړی او د یو ټولي قومندان مقرر شو.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی او زیاته کړې یې ده چې قومندان عادل ننګ یې ځکه تر هدف لاندې راوستی، چې له امریکایانو سره یې د ملکي افغانانو په کورونو چاپو او شپنیو عملیاتو کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.
هیله ده ترور شوی مه ورته وایی. دوی مردار دی.