افغانستان

پاکستان: بایډن دې افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت په استفادې خپل ځواکونه وباسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، د بایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره دې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او له طالبانو سره په دوحه کې کړې هوکړه دې عملي کړي.

قریشي له الجزیره تلویزوني شبکې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې کلونه وروسته افغانستان یو سم مسیر ته روان شوی دی او اوس امریکا ته ښایي، چې د افغان سولې پروسه تعقیب کړي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

ده ویلي «زه فکر کوم، د بایډن اداره باید دا درک کړي، چې په افغانستان کې یو فرصت رامنځته شوی، نو دوی باید مخ په وړاندې ولاړ شي او بیرته په شا تګ ونکړي؛ ځکه اوږده موده وروسته موږ وینو چې افغانستان د سم مسیر لوري ته روان شوی.»

قریشي وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې ستر رول درلود؛ خو په خبره یې، لا هم د سولې مخالفین شته چې ګټې يې په جګړه کې نغښتي دي او نه غواړي د سولې پروسه بریالۍ شي.

قریشي ددې تر څنګ په افغانستان کې د جګړې د شدت په زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې او په خبره يې، ښايي دا ډول حالت د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.

د قریشي له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او تر څنګ یې د طالبانو او امریکا  تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم دوام لري.

په داسې حال کې چې د امریکا پخواني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ټاکنې بایللې او واک یې «بایډن» ته پرېښی؛ طالبان تمه لري، چې د امریکا نوې اداره به هم د دوحې له توافق سره سم عمل وکړي او خپل پوځيان به له افغانستانه وباسي.

ورته مهال د بایډن په اداره کې ګمارل شوي نظامي چارواکي هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو پلوي دي؛ خو وايي، له طالبانو سره شوی تړون بیا ارزوي؛ ځکه ددوی له قوله، د بایډن اداره تر دې دمه د یاد تړون له مواردو خبر نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

## دی په تاسو پنجابیانو شی. همدا تاسی وی چی امریکایانو ته مو لار ورکړه او همکاری مو ورسره وکړه، ډیری طالبان مو هم ورته تسلیم کړل بیا مو یو وار بیا پر طالبانو تجارت شروع کړل د هغوی مشران مو واخیستل او تر اوسه ور څخه استفاده کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x