افغانستان

حکمتیار: مشکوکې الوتکې له افغانستانه ډالر او طلاوې لېږدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل):  د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» وايي، په دې وروستیو ورځو کې مشکوکې الوتکې چې د کوم ځانګړي دولت او شرکت نښه هم نه ورباندې لیدل کېږي؛ د کابل نړیوال هوایي ډګر ته راځي او د فوق العاده ساتونکو تر څارنې لاندې په کارتنونو کې بسته شوي توکي بهر ته انتقالوي.

حکمتیار چې په کابل کې یې د جمعې د لمانځه تر پیلېدو وړاندې وینا اوروله وویل، چې مشکوکې الوتکې په مسلسل ډول د حامدکرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ناستې کوي او په داسې حال کې چې امنیت یې د فوق العاده ساتونکو له لوري نیول شوی وي؛ کارتنونو کې بسته شوي توکي له افغانستانه بهر ته ولېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، کله چې دا الوتکې راځي نو د حامدکرزي نړیوال هوایي دګر عادي کارکوونکي له کاره منع کېږي او د ځانګړو ساتونکو چې د «غلو، چارواکو او چور کوونکو» خپلوان دي؛ تر څارنې لاندې توکي بهر ته انتقالوي.

د حکمتیار په خبره، دا ډول توکي له طلا او ډالرو پرته بل څه کېدای نشي.

حکمتیار پر ولسي جرګې غږ کړی، چې ددې موضوع په اړه څېړنه وکړې او څرګنده کړې، چې څه ډول توکي، د چا له لوري او ولې بهر ته لېږدول کېږي.

حکومت که څه هم د حکمتیار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا موضوع داسې مهال راپورته شوې، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او تر څنګ یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم دوام لري، چې له امله یې حکومتي چارواکي اندېښمن ښکاري.

ددې تر څنګ څو ورځې وړاندې اشرف غني د کابل نړیوال هوایي ډګر قوماندان له دندې ګوښه کړ او د ولسمشر د ساتونکي ګارډ مشر «ریاض ارین» یې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د نوي قوماندان په حیث وټاکه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x