افغانستان

کابلوف: د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې د روسیې له لوري د جایزو د ورکړې ادعاوې څېړل «احمقانه» دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د بایډن ادارې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره د روسیې له لوري د جایزو د ورکړې د ادعاوو د څېړنې امر ورکړ؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» ویلي، دا ډول  ادعاوې هيڅ حقیقت نه لري او که واشنګټن په دې برخو کې څېړنې هم وکړي، یو بې پایلې کار به وي.

څو ورځې وړاندې د سپيني ماڼۍ مطبوعاتي استازي ویلي و، چې د بایډن ادارې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې د روسیې له لوري د جایزو د ورکړې د ادعاوو د څېړلو امر ورکړی.

کابلوف وایي، که په رښتیا هم ددې ډول څېړنو امر شوی وي، دا یو احمقانه کار دی او هیڅ پایله به ورنکړي؛ ځکه دده په خبره، دا ډول کار هیڅ شتون نه لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «نه پوهېږم واشنګټن ولې بیا ځل په دې موضوع پسې څراغ راواخیست، د امریکا دفا ع وزارت او استخباراتو خو ددې موضوع په تړاو خپل نظر ورکړی وو. دا کړنې به بې پایلې وي، ځکه دا ډول کار وجود نلري، که دوی دا ډول کار کوي، رښتیا چې احمقانه دی.»

یاده دې وي، چې څو میاشتې وړاندې یو شمېر امریکایي رسنیو ادعا وکړه چې روسیې افغانستان کې له طالبانو سره د امریکایي عسکرو په وژلو کې مرسته کړې او د امریکا د پوځیانو د وژل کېدو په بدل کې يې هغوی ته نقدي جایزې ورکړې دي.

د امریکا دفاع وزارت او د استخباراتو مرکزي ادارې هماغه مهال دا ډول ادعاوې رد کړې وې او طالبانو هم ویلي وو، چې د اهدافو په تشخیص کې د هیچا مرستې ته اړتیا نه لري او په دې برخه کې د روسیې د مرستې ادعاوې بې بنسټه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x