
په نړۍ کې تر ټولو زیات انسان وژونکي مخلوقات کوم یو دي؟
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ډير خلک په دې باوري دي چې په لوړه کچه داړونکي څاروي لکه زمری، شارک ماهي، لیوه او پړانګ په مخ د ځمکه ډیر انسان وژونکي دي، خو دا یوه ناسمه انګیرنه ده چې له پورتنیو څخه یې یو هم په هغو څلورو څارویو او حشراتو کې نه دی شامل چې هر کال زیات انسانان وژني.
د بیلګې په ډول زمریان او پيلان د کال شاوخوا ۲۰۰ انسانان وژني، دغه راز شارک ماهي له دې هم کم انسانان وژني چې د اټکل له مخې په کال کې د لسو کسانو ژوند اخلي، دا شمېرې هغه مهال ډیرې کوچنۍ دي کله چې د ځمکې پرمخ تر ټولو وژونکي څلورو څارویو سره پرتله شي.
په نړۍ کې تر ټولو زیات انسان وژونکي مخلوقات:
ماشي
ماشی په نړۍ کې یو له کوچني حشراتو څخه دی، مګر د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات خلک وژني، ماشی په نړۍ کې هر کال له (۸ ملیونو) زیات انسانان وژني. که څه هم دغه حشره تر ډیره په مستقیم ډول څوک نه وژني، خو د یو شمېر ساري ناروغیو په واسطه چې له دې انسان ته انتقالیږي وژني، لکه ژیړه تبه، تالاریا، انسفلایټس، ډینګي او چکنګونیا.
د ماشي څخه رامنځته کېدونکې ناروغیو کې تر ټولو خطرناکه د ملاریا ناروغي ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په ۲۰۱۵م کال کې یې شاوخوا ۴۳۸ زره خلک وژلي دي، ددې ناروغۍ مړینې په سب سحاران افریقا کې خورا عامې دي چیرته چې ۹۲ سلنه مړي له ملاریا رامنځته کیږي.
انسانان
انسان تر ټولو زیات د انسان دښمن دی، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کې دوهم وژونکی څاروی انسان دی چې هر کال انسانان (۴۷۵۰۰۰) ملیونه انسانان وژني، دغه کچه په افریقا او امریکا کې ۶۵ سلنه ده، په دې کې کمه کچه د ښځو ده چې ۱۸ سلنو ته رسیږي او د انسانانو له لوري وژل کیږي، د راپور له مخې زیاتره ښځې د خپلو پخوانیو یا اوسنیو خاوندانو له لوري وژل کیږي.
ماران
د مارانو ویره تقریبا نړیواله ده، ددې لپاره یوه ساینسي اصطلاح (Ophidiophobia) «له مارانو طبیعي ویره» جوړه شوې ده، دا په نړۍ کې دریمه زیاته وژونکې خزنده ده چې هر کال له ۵۰ زرو زیات انسانان وژني. ماران په اسیایي هېوادونو کې د نورو په پرتله زیات (۱۵۰۰۰) انسانان وژني. زیات وژونکي ماران «تور مامبا» او «پوف ادیر» دي. زیاتره مهال د زهر لرونکي مارانو چیچل نه راپور کیږي، په دې معنا چې ممکن شمېره یې له دې هم لوړه وي.
سپي
سپی په نړۍ کې له یوې مخې د «انسان تر ټولو ښه ملګري» په توګه پيژندل کیږي. دا په نړۍ کې هر کال له (۲۵۰۰۰) زیات انسانان وژني، سپی هم د نورو په څېر په مستقیمه توګه ډیر انسانان نشي وژلی بلکې لیوني سپي چې یوه ناروغي یې د داړلو پرمهال خپریږي اکثریت د مرګ لامل کیږي. ددغې ناروغۍ پر وړاندې که پروخت واکسین ونشي په ۱۰۰ سلنه کې انسان وژلی شي. هر کال نړۍ کې ۱۷۰۰۰ انسانان یوازې د لیوني سپي له داړلو وژل کیږي چې ډیری یې په اسیا او افریقا کې دي، په داسې حال کې چې په اروپا او امریکا کې د سپي وژونکي ټپونه یوه نادره پېښه ده.
د مخنیوي تدابیر یې څه نیول شوي؟
د ملاریا سره مبارزه د حکومتونو تر ټولو اساسي تمرکز دی، په ملیاردونو ډالره د یادې ناورغۍ سره د مبارزې لپاره برنامو لپاره اختصاص شوي دي. د لیوني سپي داړنې لپاره ځانګړي واکسین کیږي چې د ناروغۍ په مخنیوي کې اړین ویکتورونه دي، او د مار په اړه له پاملرنې کار اخیستل تر ټولو غوره تدابیر دي.