افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا د طالبانو سره پر توافقنامې بیا کتنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د نوي ولسمشر «جوبایډن» اداره کې د ملي امنیت سلاکار «جیک سولیوان» ویلي چې هیواد یې له طالبانو سره په لاسلیک کړې توافقنامې د بیاکتنې اراده لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د طالبانو هغه ژمنې وارزوي چې په توافقنامه کې یې کړي دي.

جیک سولیوان، چې په کابل کې یې د خپل وظیفوي سیال حمدالله محب سره تلیفوني خبرې کولې، څرګنده کړې چې په بیاکتنه کې به له «ترهګرو» ډلو سره د طالبانو د پریکون، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او په بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو د ګډون ارزونه کیږي.

نوموړي ټینګار کړی چې په ډیپلوماتیکو لارو د سولې پروسې ملاتړ کوي او یو تلپاتې او عادلانه سیاسي جوړجاړي او دائمي اوربند ته په رسېدو کې د افغان حکومت او طالبانو مرسته کوي.

جیک سولیوان زیاته کړې چې «د ښځو او اقلیتونو د لاسته راوړنو ساتنه» به د سولې پروسې یوه برخه وي.

په ورته وخت کې پنټاګون ویلي چې د امریکا د دفاع نوي وزیر «لوید اسټن» او د ناټو سرمنشي «ینس ستولتنبرګ» ترمنځ په لومړۍ تلیفوني اړیکه کې افغانستان د بحث زړی او د خبرو اساسي موضوع وه. خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

طالبانو او امریکا د اوږدو مذاکراتو وروسته د ۱۳۹۸هـ ل کال د کب په ۱۰مه د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو د امنیت په خلاف نه استعمالیږي او په مقابل کې به یې ټول بهرني ځواکونه د راتلونکي کال د غويي تر ۱۰مې له افغانستان څخه وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو خوسی ځانونه رسوا کړ. توافقنامی څه ګټه وکړه؟ هر ورځ مرګونه صرف طالب مشرانو او د حکومت رشوت خوارو پکی چکری ووهلی، کبابونه یی وخوړل او خیټی یی غټی کړې. زه اوس هم وایم چی ولاکه دا وړی شړی کړي. دا د پردیو جنګ دی چی منځ کی یی بیچاره بیوزله او بی دفاع افغانان وژل کیږی.

احمد شاه

که دی د طالبانو ‌پسی پخواه بد ویلی پخو د هم # خوړل او که وس بد وایی وس هم # خوری

مجاهد

.طوطی چان ، که دا طالبان نه وی خوشاله به وی ډالری به دی ډیر کړی وی طالبانو ته دی د امریکایانو به شړلو قار درځی ، طوطی جانه طالبان که نه وی د ټولو غلامانو او کمسشن کارانو د ## زه نه بوهیږم تاسی څه عمر لری

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x