افغانستان

جان کېرې: دواړه نوماندان دې د بریا ادعاوې نه کوي

نن ټکی آسیا: په هېواد کې د ټاکنیزو ستونزو د حل په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن سهار کابل ته راورسېد. نوموړي لومړی له ولسمشر حامد کرزي او وروسته له دواړو نوماندانو سره جلا جلا د متحده ایالاتو په سفارت کې ولیدل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې حامد کرزي له جان کېري سره د ټاکنو د ستونزو په هواري او د ملګرو ملتو په وړاندیز هم بحث وکړ. ویل کېږي چې ښايي نوموړیو به د ملګرو ملتو په هغه وړاندیز بحث کړی وي چې ملګرو ملتو د اتو زرو صندوقونو د رایو د بیا شمېر ویلي وو.
حامد کرزي له جان کېرې سره په خبرو کې د ټاکنیزو ستونزو په هواري د ملګرو ملتونو رول مهم وباله او پر دې يې ټینګار کړی دی چې نوی ولسمشر به د راتلونکې لمریزې میاشتې په یوولسمه لوړه کوي.
د حامد کرزي له لیدلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ولیدل، نوموړي له دواړو نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وړاندې دي د بریا اعلانونه نه کوي.
اشرف غني احمدزي له جان کېرې سره په خبرو کې د رایو بیا شمېرنه منلې ده، خو ویل کېږي چې احمدزی به د ملګرو ملتو په وړاندیز د اتو زرو صندوقونو د رایو شمېرنه تایید کړي، نه هغه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله له لورې د زرګونو مرکزونو د رایو بيا شمېرنه ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم له جان کېرې سره کتلي دي او ویل کېږي چې نن شپه به بیا هم دواړه نوماندان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره بېله ناسته ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ټاکنیزو ستونزو د هواري په هیله افغانستان ته سفر کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د اتو زرو صندوقونو د رایو بيا شمېرنه حل لاره بللې وه.
په سیمه کې د امریکا ځانګړي استازي ډابینز بیا د ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی. نوموړي څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې «پاکستان ایشیا سوسایټي» له خوا په جوړ شوي سیمنار کې وویل چې د افغانستان يو والی او اتفاق په دې کې ساتل کيږي، چې ټولې خواوې په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.
ټاکل شوې ده چې جان کیرې به له دواړو نوماندانو سره یوې حل لارې ته ورسېږي. له بله پلوه سیاسي شنونکي پر دې اند دي چې په ټاکنیزو ستونزو کې د امریکا مستقیمه مداخله که څه هم د نوماندانو په خوښه وي، د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنو د پروسې مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x