ټکنالوژي

ټرمپ ته له ګواښ وروسته، ټويټر خامنه یي ته منسوب حساب تړلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې د ایران مذهبي مشر خامنه یي ته منسوب حساب په دې تور تړلی چې ګواکې د ټویټر له لارې یې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وژلو ګواښ کړی دی.

د « Khamenei_Site» په نامه حساب د ډرون کامرې له لارې له پورته ځایه د ګولف لوبې ترسره کولو پرمهال د ټرمپ عکس خپور کړی، او ژمنه یې کړې چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې غچ به اخلي.

یاد ټویټ تېره میاشت د خامنه یي هغه ټویټ بیا هم خپور کړ چې په کې ویل شوي، «هغه چا چې د جنرال سلیماني د وژنې امر کړی او هغه چا چې ترسره کړی باید سزا ورکړل شي، دا انتقام به په مناسب وخت کې واخیستل شي».

باید وویل شي، پر ټویټر خامنه یي ته منسوب نور حسابونه هم شتون لري چې د نوموړي بیانونه خپروي، خو لا تر اوسه دغه حسابونه مستند شوي نه دي، او شونې ده دغه خبرې په حقیقت کې نوموړي پورې تړاو ونه لري.

بل لوري ته ځينې رسنۍ وایي، ټویټر د ایران مذهبي مشر خامنه یي ته منسوب اصلي نه بلکې جعلي حساب چې ټرمپ ته یې ګواښ کړی تړلی دی.

د قاسم سلیماني د وژنې لومړۍ کلیزه د ډونالډ ټرمپ د ځواکمنۍ په وروستیو اونیو کې ترسره شوه، چې د ګواښونو تبادلې او د عسکري خوځښت فضا یې رامنځته کړې وه.

باید وویل شي چې ټویټر په دې وروستیو کې د خپلې پالیسۍ څخه د سرغړوونکو په اړه تګلاره سخته کړې ده، د ټرمپ په وروستیو کې د نا امنیو د مخنیوي لپاره ټویټر د ډونالډ ټرمپ د شاوخوا ۹۰ ملیونو مینوالو حساب له منځه وړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x