نظــر

پردیسې ساندې مې وهلې. . . نه وې! ( د مطمئن یاد)

قاري عبدالستار سعید

هیڅ مو فکر نه کاوه چې هاغه شوخ شاعر او ځغرد لیکوال به دومره ژر له مستۍ او غورځنګه لویږي. مګر نن دا دی په سرو سترګو دا خبر لولو چې د طالبانو پخوانی ویاند ملا عبدالحی مطمئن له فاني دنیا کډه شو. د مطمئن صاحب له دې ناڅاپي تګ سره ښایي چې سړی یې په هماغو الفاظو مخاطب کړي. کوم چې نوموړي کلونه وړاندې د هیواد په شمال کې خپل یوه ورک طالب ملګري ته لیکلي وو:

پردیسې ساندې مې وهلې. . . نه وې!

ګرانه هر خوا مې لټولې . . . نه وې!

د  ژوند ډیوه دې چا وژلې، که څه؟

چې  پتنګانو ننګولې . . . نه وې!

زهیر تصویر مې دې په خوب کې لیدی

په ویښتابه به رانه تللې. . . نه وې!

ستا د لټون په دې غمجن سفر کې

په هر رباط مې یادولې. . . نه وې!

خوار مطمئن دې تر همدې ساعته

د پلونو خاورې مچولې . . . نه وې!

هو کې، مرګ حق دی او رضا بالقضاء د ایمان برخه ده. د مطمئن صاحب به همدومره ژوند مقدر و. ها د  پښتو لنډۍ ده چې:

که دیوالګی وای ما به ړنګ وای

کله ړنګیږي وهل شوي قلمونه

الله تعالی دې په مطمئن صاحب رحم وکړي. الله تعالی دې ورته دغه اوږد سفر آسانه کړي. او الله تعالی دې د نوموړي کورنۍ او بچیانو ته د دې دروند غم د زغم توان ورکړي. انا لله و انا الیه راجعون

مطمئن صاحب هغه څوک و، چې زما په شمول د طالبانو د حرکت دوهم نسل اوریدلی ډېر، مګر لیدلی لږ و. هغه وخت چې پر افغانستان د اسلامي امارت واکمني وه، نږدې هره ورځ مو له بي بي سي، امریکا غږ او نورو راډیو ګانو د ملا عبدالحی مطمئن نوم اورېد. انسان ته الله تعالی د تعبیر بیلابیل استعدادونه ورکړي.څوک په خبرو کې قوال او څوک په لیکلو کې فعال وي. خو ډیر کم داسې پيښیږي چې د تېرې ژبې خاوند دې د تېره قلم څښتن هم وي. ملا عبدالحی مطمئن چې هغه وخت یې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست نه علاوه د امارت د ویاندۍ وظیفه هم ترسره کوله. که له یوې خوا یې د نطق، ځواب او استدلال په ډګر کې نوم ایستلی و، بل اړخ ته یې قلم هم په پوره استادۍ چلاوه او علاوه لا دا چې قلم یې د نثر او شعر په دواړو ډګرونو کې موازي او مثالي روان و.

د مطمئن صاحب سیاسي تحلیلونه او مرکې هغه وخت له نړیوالو راډیوګانو خپرېدې. ترانې یې ملا فقیر محمد درویش، قاري فضل الدین سراجي او نورو ترانه خوانانو زمزمه کولې او له غزلونو علاوه لنډې کیسې او ځینې نورې لیکنې به یې په خلافت، کندهار، شریعت او نورو نشریو کې خپریدلې.

د مطمئن صاحب شعر د نوموړي د مزاج په شان له ځانګړې رنګارنګۍ څخه برخمن و. د جهاد او هیواد مینه، عشق او حماسه، طنز او تراژیدي او ډیر نور څه د مطمئن صاحب په شعر کې یو ځای ځلیدل. په یاد مې دي چې په هماغو کلونو کې بي بي سي یو ځل خپل ادبي پروګرام ( پيلوځی) د نوموړي سره په شعر او ادب خبرو ته ځانګړی کړی و او د مطمئن صاحب په غزلو یې تنقیدي بحث وکړ.

لکه چې وایي:

 نه تنها عشق از دیدار خیزد

بسا کین دولت از ګفتار خیزد

مطمئن صاحب مو لیدلی نه و، خو اوریدلی مو دومره و، چې د نوموړي له شاعرۍ، کیسو او د غږ له کیف څخه مو نوموړی په آسانه مجسم کولای شوای. موږ یې د لیدلو په ارمان و چې په هیواد د یرغل او دموکراسۍ بلا رانازله شوه. دغه وخت د مطمئن صاحب شعرونه هم د حالاتو د شدت او حدت په تقاضا ډیر توند شوي وو چې کله ناکله به په څرک مجله کې په مخه راتلل.

چا زموږ د وینو د بدل کې ډالر واخیستل

څوک په ممبر ناست چا په مورچل کې ډالر واخیستل

او یا دا چې

هغوی به څرنګه وجدان ساتي

چې کابل جان په بابه جان ساتي

ښایي چې ټوله شتمني یې لوټ شي

څوک چې په غلو د کور سامان ساتي

کرزی چې نن ځان په پردیو ساتي

ښکاري له خپلو خپل ګریوان ساتي

زمریانو یووړه دنګو غرو ته پناه

د غزا ورځ ته خپل ایمان ساتي

خپلواکه نشته، خپلواکي هیواد کې

د ارګ ماڼۍ هم انګریزان ساتي

په دې وخت کې مطمئن صاحب د خپلواک او کله ناکله د نرګس بې زړه په نوم شعرونه لیکل او تحلیلي لیکنې به یې د کمال یا خپلواک په نوم خپرولې. د مطمئن صاحب سیاسي لیکنې او مقالې هم د نوموړي د شعر غوندې بیلوونکې ځانګړنې درلودې چې د نوموړي د لوړ استعداد غمازي یې کوله.

په هماغو کلونو کې یوه ورځ  د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون له یوه کارکوونکي ( نبیل صاحب) سره ناست وم، غالبا د اختر ورځې وې. نبیل صاحب یو ټیلفوني مسیج راښکاره کړ، چې رالیږونکي ورته لیکلي وو( اختر مو مبارک شه! په حاجیانو او  ترهګرو کې حساب شئ!) دا چې هغه وخت د ترهګرۍ او ترهګرو موضوع په رسنیو کې خورا ګرمه وه، دې طنزیه مبارکۍ ته مو ډیر وخندل. او بیا چې مې پوښتنه وکړه چې دغه طناز څوک دی، ویل یې خپلواک صاحب ( مطمئن) رالیږلې. مطمئن مې چې وروسته ولید، د خپلو شعرونو په شان د منفرد شخصیت خاوند و. نوموړی چې په راډیوګانو کې څومره رسمي غږېده په مخامخ مجلس کې دومره رسمي نه ایسېده.

په وروستیو کلونو کې د مطمئن صاحب د یادونې وړ کار د نوموړي هغه کتاب دی چې د طالبانو د تحریک په اړه یې لیکلی دی. د دغه کتاب خپریدل په ولاړ ډنډ کې د ډبرې ویشتلو په شان وو چې په هره خوا یې څپې خپرې شوې. تر اوسه د طالبانو له منځه هیچا د دې خوځښت  په اړه څه نه وو لیکلي او دا هغه سکوت و چې یوازې د مطمئن صاحب غوندې چا ماتولی شوی.

په وروستیو کلونو کې مو مطمئن صاحب بیا بیا لید. څو ورځې وړاندې یې د سختې مریضۍ اوازه ګرځیده او نن دا دی خبر راغی چې نوموړي له فاني دنیا کډه وکړه.

الله تعالی دې په مطمئن صاحب ورحمیږي، الله تعالی دې کړي خدمتونه ورته قبول کړي. نوموړی چې په شعر او نثر کې د څومره استعداد خاوند و د لوستونکو غوندې شاید دی خپله هم پرې خبر نه و. کاشکې هغه قلموال خپل قلم تر دې زیات چلولای وای او په خپل منفرد سبک یې تر دې ډیر اشعار او لیکنې را پرې ایښي وای.

نغمې دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره

لکه چې ته هم د حالاتو اضطراب وخوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

انا لله و انا الیه راجعون. الله تعالی دی مړینه په شهادت کښې قبوله کړې او فردوس جنت ئې ځای شې.

جلال

انا لله و انا اليه راجعون، اللهم اغفر له و ارحمه وارزقه الجنات الفردوس الاعلى مع النبيين و الشهدآء و الصالحين و صلى الله على خير خلقه محمد و على آله و صحبه و التابعين الى يوم الدين. آمين بيشك چى په خپله لاندى يوه مصرع كى د افغانستان د ننۍ اشغال ټوله خلاصه او د ظاهری رذیلو دوستانو او باطنی خبیثو دښمنانو نیات او اعمال، جمع کړی دي: «چا زموږ د وینو د بدل کې ډالر واخیستل څوک په ممبر ناست چا په مورچل کې ډالر واخیستل» الله سبحانه تعالی لطیف الخبیر، سریع الحساب او شدید العقاب دي. نعوذ… نور لوستل »

جلال

نَعوذُ به!!!

الحاج استاذ بیانزی

خالق لیزال دی د مجاهد ورور شهادت قبول کړی هغوی مړه نه دی مونږ نه پوهیږو او زمونږ په شان خوراک کوی ، دا زما خبره نه د الله ج خبره ده . او د هغه کورنی دی د ههغه غیرحاضری محسوس نه کړی ، هغوی چه زوندی دی نو چیری دی ؟
هغوی تر ټولو سپیڅلو ځایو کی ژوند ایروی هغه ټر ټولو سپیڅلی ځایونه جهادی ګرم سنګرونه دی ، ځکه دمجاهدینو په شهادت د دی په ځای چه جهاد شاته تللی وی مخی ته روان دی

عبدالعلی عثمانی یم د

سلام علیکم په خواشنی سره موخبرترلاس کی چیده یوستره علمی قلمی ذخیره موله لاسه ووتل یقینا دمطمین صاحب تلل لویه خلاء ده خو ده الله ج پرقضاء مورضاء ده الله ج دی بخنه ور نصیب کی

غوربندي

انالله و انا الیه راجعون

الله تعالی دې مرحوم مطمين صاحب ته فردوس جنتونه نصیب کړي،،، کورنی ته یې صبر او عظبم اجرونه غواړم،،، آمین

په ګوتو مو برکت شه سعید صاحب

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx