افغانستان

زابل کې ۹ تنه مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۹ تنه پولیس له ګڼو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

پژواک خبري آژانس د یوې معتبرې امنیتي سرچینې په حواله چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې خبر ورکړی، چې دغه ډله پولیس تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوي او ځانونو سره یې ۹ میله وسلې او مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.

بل لور ته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د لسو پولیسو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

احمدي دغه راز ویلي، چې تسلیم شوو دولتي پولیسو ۲۷ میله درنې او سپکې وسلې هم له ځانونو ور تسلیم کړي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو ته داخل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د تیرکال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۰م کال کې ۱۳۰۰۰ دولتي عسکر، پولیس، اربکیان او د ملي امنیت منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x