روغتیا

د جوبایډن د لوړې مراسمو ساتونکي ګارد ۲۰۰ پوځیان په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): امریکایي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا نوي ولسمشر جو بايډن د لوړې مراسمو پرمهال د زرګونه ملي ګارد له منځه شاوخوا ۲۰۰ یې په کرونا اخته شوي دي.

د امریکا حکومت د ۶م جنوري له پېښې وروسته د تاوتریخوالي مخنیوي او د امنیت ټینګښت په موخه د ولسمشرۍ لوړې مراسمو ته په واشنګټن کې له ۲۵ زرو زیات د ملي ګارد سرتیري ټاکلي وو.

د جنوري په شلمه نېټه جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې ممکن په ملي ګارد کې د سرتېرو د کرونا پېښو شمېره نوره هم لوړه شي، خو ملي ګارد په یوه بیان کې ویلي چې د کرونا ویروس د پېښو په اړه بحث نه کوي. د راپورونو له مخې په ملي ګارد کې د ناروغۍ د خپریدو مخنیوي په موخه ټول سرتیري وړاندې له دې چې کورونو ته ستانه شي معاینه کیږي.

لا هم د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یاد ګارد د امنیت د ټینګښت او د ګواښ مخنیوي په پار چمتو دي خو په راتلونکو لسو ورځو کې به ۱۵۰۰۰ کورونو ته ولیږدول شي او ۷۰۰۰ به لږ تر لږه د میاشتې تر پایه او ۵۰۰۰ نور د مارچ تر پایه پاتې شي.

د امریکا په متحده ایالتونو کې د پنجشنبې په ورځ د پرلپسې دوهمې ورځې لپاره له ۴۰۰۰ زیات کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي، چې په دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېره ۴۱۰ زرو ته رسېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x