افغانستان

د امریکا نوی حکومت به خلیلزاد په خپله دنده پریږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): مشهورې امریکايي رسنۍ «CNN» خبر ورکړی، چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن به د افغان سولې لپاره ددغه هېواد ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپل ماموریت کې وساتي.

په هغه راپور کې چې د «CNN» تلویزیون لخوا نشر شوی، د بایډن لخوا د خلیلزاد ماموریت غځول ددې ښکاره ثبوت بلل شوی، چې د بایډن اداره غواړي د قطر موافقې ته پابند اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت مشر اشرف غني تمه لرله څو د بایډن حکومت په راتلو سره به خلیلزاد له دندې ګوښه او د سولې روانه پروسه به مختله شي.

که څه هم د امریکا نوي ټاکل شوې ولسمشر جوبایډن تراوسه د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د برخلیک په تړاو رسما څه نه دي ویلي؛ خو د چارو شنونکي بیا د خلیلزاد پاتې کېدل د کابل حکومت د مشر اشرف غني لپاره «بد زیری» ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال انجنیر نظرمحمد مطمئن د بایډن له لوري د خلیلزاد د ماموریت تمدیدلو په غبرګون کې ویلي، چې د خلیلزاد پاتې کېدل د ډاکټر اشرف غني لپاره ښه خبر نه شي کیدای.

نوموړي په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي: «خلیلزاد به هڅه وکړي د امریکا ـ طالبانو سولې تړن په سم ډول مخکې یوړل او عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د امریکا د ملي امنیت نوي ګومارل شوي سلاکار «جیک سولیوان» په کابل کې له خپل وظیفوي سیال حمدالله محب سره په تیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره لاسلیک شوی د سولې تړون باندې له سره کتنه وکړي، له کوم کار څخه چې د کابل حکومت هرکلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغان مسلمان او مجاهد ولس توكل په الله سبحانه و تعالى وو، دي الحمدلله او هميش وي به ان شآءالله.

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (3)

د سورة الطلاق دوهمى آيت آخرى برخه او دريم آيت

طوطی

جلال صیب: د آیت شریف ترجمه خو لیکه آخر چی زه هم پری پوه شم. ته څه فکر کوې ټول ولس خو ملا ده؟ مجبور چی ولاړ شم او په خپله یی ترجمی پسی وګرځم. بیا هم کور آباد او ځوی لوی.

طوطی

ټولو طالبانو ته د مبارک وی ماما خلیلزاد پر خپل ځای پاتی ده.

الحاج استاذ بیانزی

امریکا کوم لوی او یا کوچنی کار طالبانو ته تر اوسه کړه کړی مګر خاوره یی ورله اشغال کړی او خيلواکی یی ورله غصب کړی وه چه طالبانو ورله کړیکی اسمانو ته پورته کړی او جبرا یی ورته خلیلزاد د د وتلو د توافق د پاره ورسره توافق لاسلیک کړو او بس ااو د خلیلزاد دنده هم پای ته ورسیدله ، که وی او که نه وی د امریکا پوری اړه لری مونږ ورته اړه نه لرو . مو موږ ته یی د مبارکی راکول څه خبره ده ، غلام غنی فکر کوی چه د بایدن ټاکنو کی یی دیرش… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x