
د کابل حکومت پولیس په ټولنیزو رسنیو کې د انځورونو له خپرولو منع شول
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): کورنیو چارو وزارت یوځل بیا د کابل حکومت په ټولو پولیس منسوبینو په ټولنیزو رسنیو کې د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د شنبې په ورځ یو ټویټ کې داسې ویلي: «د پولیسو هیڅ منسوب حق نه لري خپل انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي.»
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې د امنیتي منسوبینو لخوا «فردي» تبلیغات کوونکي به تر تحقیق لاندې نیول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې کورنیو چارو وزارت د پولیسو منسوبین په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو انځورونو له خپرولو څخه منع کوي، بلکې تردې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت پولیس له ورته عمل څخه منع کړي وو؛ خو پولیس د وزارت دغه حکم ته پابند پاتې نه شول.
په ۲۰۱۸م کال کې چې کله امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو، هغه هم نوموړي د پولیسو منسوبین او قومندانان په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو انځورونو له خپرولو منع کړي وو، کوم کار چې د دوه کلونو په تیرېدو نه دی بند شوی بلکې لازیات شوی دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د وزارت د نوې پرېکړې لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو دوه کاله مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح بیا ددغه بندیز لامل امنیتي مشکلات او د پولیسو عسکرو ته خطر یاد کړی ؤ.
له بل پلوه بیا په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو د کورنیو چارو وزارت دغه تازه اقدام د بیان له آزادۍ له منافي عمل بللی دی.
فعالان استدلال کوي، هغه حکومت چې د قانون پلي کوونکو څخه د «بیان آزادي» سلبوي، څرنګه به وکولای شي چې د عامو خلکو لپاره دغه حق خوندي وساتي.