افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون له بیا کتنې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو نوي حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د بیا کتنې هوډ څرګند کړ، کابل حکومت وايي، له امریکا سره د خپلې ستراتیژيکي ملګرتیا دوام ته ژمن دي او د تړون د کتنې له پرېکړې هرکلی کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سولیوان» د کابل حکومت د امنیت شورا له سلاکار «حمدالله محب» سره په تلیفوني خبرو کې ویلي و، چې حکومت یې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون بیا ارزوي او د طالبانو هغه ژمنې به وڅاري، چې له «ترهګرو» ډلو سره د اړیکو غوڅولو په برخه کې يې کړې دي.

د کابل حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «رحمت الله اندړ» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي «فغانستان له امریکا سره خپلې ستراتیژيکې ملګرتیا ته ژمن دی او دواړه لوري په سوله امنیت، له تروریزم سره په مبارزه او سیمه ییزو مسایلو سره په ګډه کار کوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د شوې هوکړې د ارزونې ملاتړی دی.»

د امریکا نوې اداره داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون ارزوي، چې د یاد توافق په اساس له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ دوام لري او د تېرو دوو لسیزو په پرتله افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی.

دغه تړون چې تېر میلادي کال په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو، طالبانو پکې ژمنتیا ښودلې چې هیڅ هغې ډلې ته چې د نړۍ نورو هیوادونو ته زیان رسوي، په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دافغانستان موجوده حکومت دپرقدرت پاته کیدوپه خاطرخپله پرخپل ملت ترورستان دی کلی بمباروی ،چه په یوڅه پوهیږی وژنی یی دمخنیوی څوک یی نسته،دبازخواست ویره نلری ولی چه پرالله اودقیامت په ورځ یقین نلری،فقط دکفارودرازی کولوپه خاطرهرڅه کوی.عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x