شعـــــرونه

مرحوم مطمئن ته!

سعيد ماما

ته چې د مرګي د غیږ میلمه شولې
ښکلی وې لا نور هم ښایسته شولې

هر چا دې په غم او هجر وژړل
ګرانه د دردونو فلسفه شولې

ځینو د تمساحو اوښکې توی کړلې
ځکه مې په زړه کې سره لمبه شولې

کاش چې په ژوندون دې قدر شوی وای
اوس د مؤمن خان ښامار کیسه شولې

ډېرو ته دې خپل عیبونه وښودل
ډېرو ته جانانه ائینه شولې

خوار (سعید ماما) خو حقیقت وايي
ولې!  حاسد ګره پرې خفه شولې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x