نظــر

چارواکي له خپل پوځ نه وېره لري

عبدالغفار سربڼ

دا عنوان چې ما لیکه ویریدم چې زما تشویش د وطندارانو د ناهیلۍ سبب ونه ګرځي خو بیا مې تکل ځکه قوي شو چې انذار او خبر داری ورکول نیک کار دی.

د غربي نړۍ په نقشه جوړ شوي پوځونه هر هیواد کې چې تجهیز او تمویل شوي وي یوه اصلي وظیفه لري هغه د حاکم نظام په خلاف هر رقم پاڅون ځپل او سرکوبول دي.
نننۍ دنیا کې د قتل عام او دسته جمعي وژنو د پرمخ تللو وسلو او ټکنالوژۍ له وېرې او د انساني ضایعاتو له وېرې د هیوادونو تر مینځ اوږدې جګړې نه کیږي مګر دا چې داسې یو ستر جنګي او مالي ماشین شتون ولري لکه ناټو یا امریکا.

نور هیوادونه د خپلو  متخاصمو ګاونډي هیوادونو د ویرولو له پاره تجهیزات او سمبالتیا ترسره کوی خو هیڅ هیواد دا کوښښ نه کوي چې بل غلیم هیواد وپاروي او د جګړې بهانه په لاس ورکړي، بلکه فقط غواړي دښمن ته دا څرګنده کړي چې د دوی  هیواد هم قوي تېره غاښونه يعنې وسلې لري او که  یرغل ورباندې وشي نو محکم ځواب به ورکړل شي.

البته استثناات شته لکه د هند او پاکستان، ایران، عراق او ځینې نورې جګړې.
له همدی کبله نن سبا د نیابتي جګړو جوړول د فشار د الې او وسیلې په توګه زیات رواج موندلی.

پوځونه دومره خارجي مصرف نه لري لکه چې دننه په هیوادو کې له فوج نه د یوه محکم سوک په توګه پر سر باندې استفاده کیږي، ترڅو هرمخالفت سرکوب کړي.
د کودتا لفظ cou d‘t‘et لاتین یا فرانسوي کلمه ده چې ترجمه يې ده د سوک ضربه پر سر.

دا تجربه  له ۱۶۰ کلونو را په دې خوا د غربي سترو هیوادونو په طراحۍ او حمایت په لسهاوو فقیرو هیوادونو کې پر مخ بیول شوې ده.

کودتا هغه وخت طرحه کیږي چې ټولې نورې لارې او د حل لارې امتحان شوي وي یا دا چې پوځي مداخله کم تلفات ولري، کله چې تهدید تطمیع او فشار فایده ونه کړي بیا پوځ او د  پوځ افسرانو ته چې اصلا څنګ کې د بې غرضه ځواک په توګه ساتل شوی وي؛ امر کوي چې د دوی وار را رسیدلی نو دوی په چټکۍ پر حکومت او حالاتو سیطره او قبضه محکموي او سور مخي او لکه اتلانو میدان ته راځي.

د پوځي کودتاو فهرست او تاریخ ډېر اوږد او له وینو او وژنو نه ډک دی، زما هڅه دا ده چې دا خبره د مقاومت مشرانو ته ورسوم چې د کودتا انتخاب او خیار د ناټو او امریکا د پټو هڅو د يوې برخې په توګه له نظر نه لرې ونه ګڼي چی دا هم د هغوی د کید او پلان  ضمیمه کیدلی شي.

یو لنډ او سرسري کتنه د نړۍ دوه آخرني پیړیو پيښو ته روښانه انځور د کودتاو په باب ورکولی شي.

د یادونې وړ ده چې روسانو هم لکه بیزو وروسته د پوځي کودتاوو تهذیب له دموکراتانو خپل کړ او د کیڼ لاسو په کوښښ او د پوځیانو په جرئت دوی هم په یمن، حبشه، نیکاراګوا، افغانستان، کانګو، انګولا، چاډ، چکوسلواکیا، هنګري، پولند او نورو هیوادو کې د دمکراتو غربیانو تقلید او پيښې وکړې چی ټولو دغو کودتاو حتی تر نیمې پېړۍ داخلي جګړې او وینه تویونه له ځان سره راوړه او تر ننه دا هیوادونه په دغه اور کې سوځي.

غربیانواو روسانو چی کله دا غوره وګڼله چی د مخامخ یرغل او اشغال نه غیر مستقیمه اداره په ګټه ده نو کافي عسکري افسران پیدا شول چې د دوی د روزنې په رڼا کې او د اجورې په بدل کې خپل ملت  سره غدر وکړي او قدرت غصب کړي او نتیجه کې هم قدرت او هم اتلولي او هم پيسې او هم قوي حامیان او امران کمایي کړي.

دغه کودتایي تهذیب او عنعنه حتی هغو هیوادو ته هم ورسیدله چې د هغو په هکله کلونه کلونه ددنیا خلکو یو خبر هم نه وو اورېدلی او غربي چارواکي نه پوهیدل چې په کومې جغرافیې کې پراته دي.

په امریکایي قاره کې پرته له متحده ایالاتو او کاناډا  او څه ناڅه برازیل او کيوبا بل داسې هیواد نشته چې د سي ایي اې په طراحۍ په هغو کې نظامي کودتاوې نه وي شوې.

په ځینی دغو هیوادو کې له لسو ځلو نه هم زیات فوجیانو حکومت ړنګ کړی او خپله حاکمان شوي.

بولویا کې په ۱۵۰ کلونو کې خلک وایي ۲۰۰ وارې عسکرو حکومت نیولی. یعنې یو پوځيی بل پوځي له قدرت نه غورځولی.

چیلي، السلوادور، پانامه، مکسیکو، نیکاراګوا، ارجنتاین، دومینکن،  ګوتمالا، اندوراس، وینزیویلا، پیرو او نورو ټولو هیوادونو له پيړۍ نه زیات د پوځي مطلق العنانه حکومتونو د حکم لاندې وو.
دوی د ولسواکۍ فقط نوم اوریدلی او د عسکري نظام نه بل کوم نظام نه پيژني او دا په داسې حال کې چې امریکا په ګرده دنیا کې د ولسواکۍ نه د حمایت ادعا کوي.

په افریقا کې په هر هیواد کې پرله پسې عسکري نظامونه د یو بل ځای نیسي او که کوم وخت انتخابات وشي فقط د پوځ د ادارې او تفتیش لاندې مهندسي کېږي او هغه څوک چې د غرب خوښیږي هماغه پر چوکۍ کښېنوي.

الجزيرې کې څلور ځله ولسواکي د فوج په لاس د امریکا او فرانسې په مستقيمه حکم وغورځول شوه او خپله حاکمان شول.

سادات مبارک السیسي په مصر کې د ولسواکۍ د ماتولو په بدل کې واک تر لاسه کړ. مظلوم مرسي چې له اتیا سلنې زياتې رایې یې خپلې کړې وې، پس له نهه میاشتو د امریکې د روزل شوي پوځ په لاس يې نظام ونړيد.

کانګو، برازیل، زییر، حبشه او ډیر نورو هیوادونو همدا سرنوشت درلود.

د پاکستان په ۷۳ تاریخ کی فقط ۱۲ کاله له تقلب نه راوتلې ولسواکي وه، باقي پوځ د شپږو کودتاوو په نتیجه کې تام واکدار وو.

ایران کې درې ځلې عراق، سوریه، لبیا، اندونیزیا،  افغانستان کې ډېر ځلې پوځ قدرت په زور او ظلم تر لاسه کړی.

له سلو کودتاوو نه شاید دوه درې داسې پوځي مداخله وي چې پرته له بهرني نفوذ او لاسوهنې تر سره شوې وي، باقي ټول د بهرنیانو د ګټو له پاره او د هغو په مخامخ لارښوونه او مالي او مسلکي مرستو اجراء شوي.

د مصر، الجزایر، تونس، عراق، پاکستان، اردن او لسهاوو نورو هیوادونو پوځونو سره امریکا او ناټو بې له وقفې کلنۍ مالي او تخنیکي مرستې کوي.

سوال دادی چې دا مرسته د کومو سخاوت له مخې کیږي، سره له دې چې دې هیوادو کې صحي، تعلیمي، مجبوریتونه لا ضروري دي خو نه له فقر سره او نه هم د صحت او تعلیم لپاره مرستې راځي.

مثلاً پاکستان ته د کوم خدمت په بدل کې ۳۳ ملیارده ډالره د پوځ د تقویې لپاره د امریکا له خوا ورکول کیږي.

نورو مرستو باندې کافي اطلاعات نشته خو د هغو د رسیدلو نه، نه دا هیوادونه او نه هم امریکا منکره دي.

خو د یادونې وړ ده چې هیڅ  داسې عسکري مداخله نشته چې د هغې په نتیجه او ترڅ کې به دغه هیوادونه د جګړو او وینې تویونې کندې ته نه وي غورځېدلي.

۹۵سلنه خلک په دغو هیوادو کې له نظام او فاسدو ادارو نه نا خوښه دي او که لږ طاقت لاس ته ورځي نو د مقاومت او پاڅون هڅه کوي خو ددغو فاسقو اجیرو او پردي پالو پوځیانو له خوا په ډیره بیرحمۍ ځپل کیږي.

خلاصه د دوی په پيسو جوړ شوې اردو او د دوی له روزنې برخمن پوځیان  فقط  هغه ته وفاداره دي چې د دوی خرڅ او مصارف ورکوي او دوی په ماډرنو او نویو وسلو سمبالوي.

دا  دې د مزدورو اجیرو پوځونو کارنامې، زیات خلک د ولسواکۍ چیغې اوچتوي او هیله مند دي چې دا معاصره دنیا کې بې بدیله لاره ده د ښه او سمې ادارې او حاکمیت له پاره.

اول خو داسې یوه اداره او حاکمیت له اسلام سره په مخامخ ټکر کې ده ځکه دیموکراسۍ کې اساسي حقوق د وضعي اساسي قانون چې بشر جوړ کړی دی پر بناء سمون مومي په دې حال کې چې اسلامي نظام کې د دغو حقوقو او وظایفو او دندو بنسټ کتاب الله او سنت د نبي محمد الرسول الله صلی الله علیه ګڼل کیږی او دوهم هره ولسواکي چې لږ د زبر ځواکونو د ګتو په خلاف ګام اوچت کړي د اجیر پوځ په مټ راپرځول کبږی.

خو زمونږ مظلوم هیواد له ډيرو نورو ناخوالو سره هم مخامخ دی.

د غدر له پاره نور عوامل هم شته، کثیرالمله او ډیر توکمې حقیقت هر بهرني طاقت ته دا جرئت ورکوي چې دلته د نفاق بذر او تخم د اقلیتونو او ناراضو قبیلو او اشخاصو په زړونو کې وکري او بیا د خپل د خوښې حاصل جمع کړي.

ناراضه جدایي غوښتونکي په چل ول دننه په پوځ کې ننوتلی شي او بیا غدارۍ ته ځان تیاروي او د غدر خریداران هسې هم بهر کې زیات دي.

همدا رنګه په پردي ثقافت او  ارزښتونو  مئينې ډلې هم شتون لري او  په اسانۍ ننوځي، پوځ ته او د بهرنیو اجنډا او سیاست د پيسو او قدرت په بدل کې  دلته پر مخ بیايي.

له څه د پاسه ۴۸ کلونو نه را په دې خوا زمونږ د پوځ ځینې افسران لومړی ځان د روسانو اجیر کړل، سره له دې چې نوم د داود خان و, بیا یې دوهم ځل د قدرت د غصب لپاره په هماغه داود خان کودتا وکړه او قتل عام یې شروع کړ او ختم یې فقط الله ته معلومیږي.
د داود خان د جمهوري نظام په خلاف ۴رسمي افشا شوې کودتاوې ثبت شوي.

پس له هغه بالاحصار کې د خلقیانو خلاف، بیا د پرچمیانو د خلقیانو خلاف، بیا د ګلابزوی سروري کودتا د امین په ضد، بیا د ترکي د امین په ضد بیا د امین د تره کي پر ضد، بیا د ګلابزوی ببرک کودتا د روسانو په شراکت او لار ښوونه د امین پر ضد بیا د روسانو اشغال  عملي شول.

د روسانو له وتلو وروسته د نجیب په دور کې د مسلم پوځي کوښښ د ببرک په ګټه بیا د شهنواز کودتا د نجیب په خلاف، وروسته د نظار د شورا او د پرچمي جنرالانو کودتا د نجیب پر ضد او د نجیب پرځول.

د رباني  په دوره  کې له ذات البیني قتل او قتال نه وروسته د قدرت د تقسیم پر سر د دوستم کودتا د رباني خلاف او بیا د مسعود کودتا د دوستم او د هزاره ګانو د ایتلافي ډلو په خلاف پوځي دسیسه ددغه هیواد په تاریخي ورقو کې ثبت او درج دي.

دا یې لڼده کرونولوژيکه انځور دی.

امریکا او ناټو پخپل سیاسي تاریخ کې تل پرته له يوې اصلي حل لارې دوه درې او کله هم ډیر نور احتیاطي حل لارې احتیاطا جوړوي او د میز سر کې یې ساتي نو کله چې وګوري چې، اوله دوهمه تګلاره کار نه ورکوي نو دریمه احتیاطي میدان ته اچوي.

خو دا د پوځي حل لارې انتخاب ډېر ځلې په کار اچول کیږي.

هغه پوځ چې ۴۸ کاله په دسیسه  او توطيه او په تورو شپو کې په عملیاتو او خیانت او غدر اخته وي او کم له کمه د ۲۱ کودتاوو او پوځي غدر سابقه ولري او هغه پوځ چې ۲۲ ځله یې حلف او سوګند مات کړی وي او پرته له کودتا بل مهارت ونه لري نو ایا ددې وړ دی چی اعتبار پرې وشي.

خصوصاً چې اوس دا شلو کلونو کې د ناټو امریکا روزنه او وسلې هم په لاس لري او له هر څه بد تره دا چې د دې څلوېښت کلونو پخواني افسران هم ددې اردو برخه ګرځیدلي دي.
نو اوس خو دوی فقط يوې اشارې ته د دوی له خوا انتظار دی چې هاغه عادتي مهارت وښيي.

ډير زیات کیڼ پلوی افسران ددې ادارې په پوځ کې ناټو اجیر کړي دي.

ټولو هغو دین او وطن ته متعهدو افغانانو ته زما دا خبرداری دی چې که د يو اسلامي نظام په راوستلو يوې اجماع ته ونه رسیږئ او ټولې پټې او ښکاره دسیسې او چلونه  شنډ نه کړئ، دغه پوځ به هماغه وکړي چې د هغې لپاره روزل شوي.

چا اورېدلي چې دغه پوځ دې د افغانستان د ثبات او د ارضي تمامیت او د استقلال د دښمنانو په خلاف یوه ګولۍ او مرمۍ له ټوپک نه واره کړې وي.
یایې د پاکستان د منظمو راکټي بمباریو په خلاف کوم د غیرت کار کړی وي. ځان یا یوې بلې زور واکۍ او بلواکۍ راتلو ته تیار کړی او یا داچې سره غونډ شي او په یوه سالم مرکزي قوي خو پراخ بنسټه اسلامي نظام دعا وکړي، تر څو له هغو خطرونو چې دا څلویښت کاله ورسره مخامخ وي وژغورل شي.

شخصا غني داسې یو کس دی چې لا تر اوسه په همدغه هویت او اهلیت د بهرنیو په کار دی خو کله چې له استفادې او استعمال نه وغورځیږي او تاریخ یې تیر شي نو یو پوځي اقدام د هغه پر ضد زښته اسانه کار دی.

دۀ ته وفاداره یو متعهد افسر هم په دې ګرده اردو کې نه شته، فوج ددۀ اجیر نه دي بلکه د پردیو د اوامرو مجری او روزمزد اجیر دی.

له اسلامي پيوستون نه پرته اصلا بل کوم انتخاب د مقاومت د اتلانو له پاره نشته.

د اسلامي نظام د ټينګیدو په ارمان

باذن الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x