افغانستان

د مالیې وزیر «ارغندیوال» له دندې ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د وزیرانو د ګوښه کولو په لړ کې د مالیې وزارت وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګوښه کړی دی.

په هغو دوو جلا فرمانونو کې چې د کابل حکومت د مشر اشرف غني له لوري صادر شوي، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه او پرځای یې محمدخالد پاینده د سرپرست وزیر په توګه ګومارلی دی.

دا په روانه میاشت کې د کابینې دوهم وزیر دی چې د کابل حکومت د مشر لخوا له دندې شړل کیږي. تردې وړاندې د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني هم له خپل مقام څخه لرې شو، چې له امله یې د کابل حکومت اشرف غني او د بلخ پخواني عطاءمحمد نور ترمنځ مناسبات هم سخت کړکیچن شول.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د «ارغندیوال» د لرې کېدل د د عوایدو راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګومارنو په اړه د څیړونکي پلاوي سره همکاري نه کول، اداري کمزوري، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا او ورسپارل شوې دنده کې د اساسي قانون ۷۷ مادې نه مراعاتول هغه عوامل بلل شوي چې له امله نوموړی له دندې لرې کړل شوی دی.

عبدالهادي ارغندیوال د کابینې لومړی وزیر ؤ، چې د سږکال د حمل میاشتې په دولسمه نیټه یې د مالیې سرپرست وزیر په وګومارل شو او د ولسي جرګې د اعتماد رایه یې هم ترلاسه کړې وه.

ارغنديوال تردې وړاندې د مالیې وزارت د بشري منابعو د رئیس او د یاد وزارت ۵۹ نورو کارمندانو له ګوښه کولو سره مخالفت کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د حزب اسلامی افغانستان مشر؟!!!!؟؟ هههههههه. والله چه تاسو هم بلا کوی! یو تکس چلونکی له امریکی راغی بیا د حزب مامور شوو بیا مدیر شو بیا ریس شو او بیا او د حزب مشروع شو. قرآن په سمه تلاوت نشی کولای. په فقه اسلامی نه پوهیژی یو مقاله یو ه لیکنه نلری کتاب خو لا پریده، نو دی به په کومو مواصفاتو د حزب اسلامی افغانستان مشر شو!! دالر؟ کرزی؟ آمریکایی پاسپورت؟…..‌ لژ شرم و حیا پکار ده، پرون یی ویل جمعیت سره مو اتحاد وکه ددی لپاره چه اسلامی مفکوره او همسنگر تنظیم ده، د داکتر عبدالله یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x