
ایران: د بايډن له ادارې سره همکارۍ ته چمتو يو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، تهران چمتو دی، چې د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن له ادارې سره د تېلو او منځني ختيځ د قضيې په اړه همکاري وکړي.
جواد ظریف د ایراني حکومت په استازولۍ دا څرګندونې د جو بايډن له لوړې وروسته کړي دي.
بايډن ويلي، که ایران اټومي تړون ته ژمنتيا وښيي، واشنګټن به يو ځل بيا له ایران سره د اټومي تړون برخه شي.
جواد ظريف له ایراني رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي: «زما شخصي نظر دا دی، چې موږ بايد له امريکا سره د خپلو اړيکو حدود وټاکو او ورته ووايو، چې د تېلو او منځني ختيځ سربېره ورسره همکارۍ ته چمتو يو، خو د اسرائيلو په تړاو هېڅ ډول همکاري نه شو کولی.»
د ایران د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې تهران به د امريکا په شمول هېڅ هېواد ته په خپلو کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي، خو د خليجي هېوادونو د امنيت او تېلو په قضيه کې ورسره همکاري کولی شي، خو د اسرائيلو په اړه به له امريکا سره هېڅ ډول همکاري ونه کړي.
د مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د تهران او واشنګټن اړيکې هغه مهال ترينګلې شوې، چې په ۲۰۱۸ کال د ټرمپ اداره په يو اړخيزه توګه له ایران سره له اټومي تړونه ووتله او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.